ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د دوو سترو پروژو چارې پيل شوې

په غزني کې د دوو سترو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
17 Jul 2012 - 11:20
په غزني کې د دوو سترو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
17 Jul 2012 - 11:20

غزني ښار (پژواک ۲۷ چنګاښ ۹۱): د ۲۰۱۳ کال لپاره د غزني ښار اړوند د کابل-کندهار د ١٤ کيلومتره سړک د ګلدانونو او په دغه ولايت کې د حضرت حکيم سنايي د مزار د جوړولو چارې پيل شوې.

دغه پروژې نن (د چنګاښ ٢٧مه) پرانيستل شوې.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده په غزني کې دغه دوه پروژې ډېرې مهمې وبللې او زياته يې کړه، چې په دغو دوو پروژو به نږدې ۲۷ ميليونه افغانۍ لګښت راشي، چې د افغان دولت له ملي بوديجې ورکړل شوې دي.

د هغه په وينا، دغه پيسې به په غزني کې د ۲۰۱۳ کال د پروژو د جوړېدو د څار کمېسيون له لوري لګول کېږي.

نوموړي زياته کړه،چې حکيم سنايي په غزني کې يو لوى شخصيت تېر شوى او د غزنويانو د دورې يو وتلى عالم و او له همدې امله افغان دولت غواړي، چې د نوموړي مزار له سره ورغوي.

دغه راز والي، په غزني ښار کې تېر شوى د کابل-کندهار د ١٤ کيلومتره سړک د ګلدانونو جوړول او په هغو کې د ډول ډول ګلونو کرل د ښار د ښـکلا لپاره ډېر مهم وبلل.

د ده په خبره، تر راتلونکي کال پورې به په غزني ښار کې د ۲۰۱۳ کال لپاره ډېرې د بيارغوني پروژې پلې کړي او هيله يې وښوده، چې د ۲۰۱۳ کال مراسم چې غزني ولايت به په کې د اسلامي نړۍ پلازمېنه ونومول شي، په دغه ښار کې ونمانځي.

ياده دې وي، چې څو ځلې د غزني ولايت اوسېدونکو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو ويلي وو، که چېرې هغه ژمنې چې له دغه ولايت سره شوې، عملي نه شي، نو وېره شته چې غزني به د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې نوم له لاسه ورکړي.

غزني ولايت په ۲۰۱۳ کال کې د ليبيا هېواد په طرابلېس ښار کې د اسلامي هېوادونو د کلتوري وزيرانو په عمومي غونډه کې د اسلامي نړۍ پلازمېنه ونومول شو.

هغه مهال د افغان دولت ترڅنګ نړيوالو ټولنو له دغه ولايت سره د بيارغونې په برخه کې د زياتو مرستو ژمنې کړې وې، چې له هغه وخته راهيسې نږدې اووه کاله تېر شول، خو په غزني کې داسې د پام وړ کارونه ترسره نه شول.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.