ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د آيساف چورلکه وغورځېده

author avatar
18 Jul 2012 - 11:08
author avatar
18 Jul 2012 - 11:08

 کابل ( پژواک، ٢٨چنګاښ ٩١): ديوې چورلکې د غورځېدو له امله دايساف دوه سرتېري ټپيان شول او دوه نور سرتېري يې په هېواد کې د امنيتي پېښو له امله ووژل شول.

 په هغه خبرپاڼه کې، چې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه نن (  د چنګاښ ٢٨مه) پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي ، چې دغه چورلکه د افغانستان په لوېديځ کې را غورځېدلې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې په دې پېښه کې د ايساف دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

ايساف د چورلکې د غورځېدو ځاى نه دى په ډاګه کړى او وايي چې د سقوط د لامل په اړه يې څېړنې روانې دي.

د يادونې  ده ، چې هرات ، غور ، فراه او بادغيس د هېواد د لوېديځو ولايتونو له جملې څخه دي.

د ايساف په يوه بله خبرپاڼه کې د دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

 سرچينه وايي ، چې يو سرتېرى يې په سوېل کې د دولت د وسلوالو مخالفينو په وسلوال بريد کې او بل يې د افغانستان په ختيځ کې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

 

سرچينې د سرتېرو د هويت او د پېښې د کره ځاى په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو دهېواد په سوېل او ختيځ کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.

 

د آى کېژولټيز وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، چې په افغانستان او عراق کې د ناټو ځواکونو د تلفاتو شمېر تعقيبوي، د روان زېږديز کال له پيله راهيسې تراوسه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ايساف ٢٤٢ سرتېري وژل شوي دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ دايساف ٣٠٨٩ سرتېري وژل شوي، چې څه باندې دوه زره يې امريکايان وو.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.