ګردېز (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩١): امنيتي چارواکو په غزني او پکتيکا ولايتونو کې د تېرو دوو اونيو عملياتو په ترڅ کې د سلو وسلوالو طالبانو د وژلو دعوه وکړه.
په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد شريف يفتلي، نن (د چنګاښ ٢٨مه) د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، د (اژدها) په نوم عمليات يې په دوو ولايتونو (غزني او پکتيکا) کې د چنګاښ په ١٢مه، پيل کړي وو، چې نن پاى ته ورسېدل.
يفتلي زياته کړه، چې د عملياتو په اوږدو کې تر سلو پورې وسلوال طالبان وژل شوي، لسګونه نور ټپيان او نيول شوي دي.
نوموړى وايي، دا عمليات د بهرنيو او کورنيو ګډو ځواکونو له لوري ترسره شول، چې په کې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې يې هم نيول شوې دي.
د ده په وينا، دا عمليات د يادو شويو ولايتونو په زياترو سيمو په ځانګړي ډول د غزني په اندړو، قره باغ او ګيرو ولسواليو، د پکتيکا په خوشامند، خيرکوټ او يوسف خېل ولسواليو کې ترسره شوي دي.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، دوى د دې ډول عملياتو هېڅ احساس نه دى کړى.
نوموړى زياته کړې، دوى تل بريدونه کړي، کمينونه يې نيولي او امنيتي ځواکونو په دغو سيمو کې دفاعي حالت غوره کړى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن