ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو په ننګرهار کې دېرش تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
18 Jul 2012 - 15:43
author avatar
18 Jul 2012 - 15:43

جلال اباد (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې تېره شپه په ننګرهار ولايت کې سختو سېلابونو دېرش تنو ته مرګ ژوبله اړولې، لسګونه څاروي يې وژلي او سلګونه جريبه ځمکه يې له منځه وړې ده.

د دغه ولايت د والي وياند احمدضياعبدالزي د چنګاښ په اته ويشتمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه سخت باران او سېلاب د سپين غره په لمن کې د کوټ، خوګياڼو، سپين غر او اچين ولسوالۍ سختې زيانمنې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په اچين کې د اورښتونو له امله يو تن مړ او دوولس نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز د سپين غر په ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله يو تن مړ شوى، د کوټ په ولسوالۍ کې دوه تنه مړه شوي، څلور ټپيان دي او په خوګياڼو ولسوالۍ کې يو تن مړ او دوه نور ټپيان دي.

د والي وياند وايي، چې اورښت او سېلابونو خلکو ته سخت مالي زيانونه هم اړولي دي.

د اچين ولسوالۍ قومي مشر ملک عثمان شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې اورښتونو د سپين غر او اچين ولسواليو د خاص اچين، پېښې او ماموندو په سيمه کې دوه تنه مړه او ١٩نور يې ټپيان کړي دي.

نوموړي قومي مشر وويل، په اچين کې سېلاب پنځه څلوېښت سربندونه تخريب کړي، درې سوه جريبه ځمکه يې وړې او سل سره څاروي يې وژلي دي.

د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن پژواک ته وويل، چې سېلابونو د مرګ ژوبلې ترڅنګ پنځه شپېته جريبه د شولو فصلونه او درې استنادي دېوالونه هم له منځه وړي دي.

له کوټ ولسوالۍ څخه هم راغلي خبرونه وايي، چې د دې ولسوالۍ په لاغرجو، اندرابي او تنګي سيمو کې اورښتونو شل سربندونه او پنځه دېرش جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.

د يادونې ده چې دا په روان اوړي کې تر ټولو زيانمنونکى اورښت دى، چې د سپين غر په لمن کې يې څلور ولسوالۍ ځپلې دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.