ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوګياڼو کې چاودنې څلور عام وګړي ووژل

په خوګياڼو کې چاودنې څلور عام وګړي ووژل

author avatar
21 Jul 2012 - 11:39
په خوګياڼو کې چاودنې څلور عام وګړي ووژل
author avatar
21 Jul 2012 - 11:39

جلال اباد (پژواک ٣١ چنګاښ ٩١): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله څلور عام وګړي ووژل شول.

د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودنه د ملکي وګړو پر سراچه موټر د ولسوالۍ د کوز بيار په سيمه کې شوې، چې له امله يې څلور ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړى وايي، چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان نشته او ټپيان ځايي کلينيک ته لېږدول شوي دي.

د خوګيانو د کلينک يوه کار کوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د دوو ور وړل شوو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د ننګرهار امنيت يو ځل بيا خراب شوى، تېره اونۍ د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره دوه ځايه چاودنې او بريد شوى و، چې له امله يې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه راز تېره شپه ګډو ځواکونو په سره رود ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات کړي چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپي دي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.