چاريکار، محمودراقي (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه٩١): ملي امنيت د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له خوا د نومول شوي ولسوال د نيولو خبر ورکړ او په کاپيسا کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د پروان د ملي امنيت رياست په يوه خبرپاڼه کې، چې د زمري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس رالېږل شوې، راغلي چې د پروان ولايت د کوه صافي لپاره د وسلوالو طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال ملا روح الله يې له يو بل ملګري سره نيولى دى.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړى ولسوال د ملي امنيت تر تعقيب لاندې و، چې د کشفي اطلاعاتو له مخې د کوه صافي په مرکز کې نن (د زمري په لومړۍ نېټه) ونيول شو.
خبرپاڼه ليکي: ((ملا روح الله په سيمه کې په ډېرو ورانکارو کړنو کې لاس درلود، چې په نيولو سره به يې امنيتي حالت ښه شي.))
د کوه صافي ولسوال عبدالواحد ساپي، د ياد شوي ولسوال نيول تاييد او زياته يې کړه، چې نوموړى د ولسوالۍ په مرکز کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.
دغه راز د ملي امنيت رياست په خبرپاڼه کې، په پروان ولايت کې د يوې اندازې چاودېدونکو توکو او مهماتو د نيولو خبر هم ورکړل شوى دى.
د خبرپاڼې له مخې، په نيولو شويو توکو کې لس د بي ام يو مرمۍ، ٧ د راکټ مرمۍ او يوه اندازه نور مهمات شامل دي.
سرچينې زياته کړې، چې ياد شوي چاودېدونکي توکي او مهمات يې په کوه صافي او سيدخېلو ولسواليو او د ولايت په مرکز کې نيولي دي.
د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په هوايي بريد کې دوه وسلوال طالبان وژلي دي.
د اله ساى ولسوال ملامحمد عمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نړيوالو او افغان ځواکونو تېره شپه د اله ساى ولسوالۍ په مرکز کې وسلوال طالبان په نښه کړل، چې په ترڅ کې يې دوه تنه ووژل شول او يو بل ټپي دى.
وسلوالو طالبانو د يادو پېښو په اړه تردې دمه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن