ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د القاعده يو قوماندان ووژل شو

د القاعده يو قوماندان ووژل شو

author avatar
23 Jul 2012 - 12:26
د القاعده يو قوماندان ووژل شو
author avatar
23 Jul 2012 - 12:26

 د کندوز د چهاردرې ولسوالى امنيه قوماندان سمونمل غلام محى الدين وايي ، چې دغه قوماندان قاري عبدالحکيم نومېده او تېره شپه ددې ولسوالى  د اق مسجد په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل؛ په دې عملياتو کې، چې د استوګنې په يوه کور کې ترسره شول، د قاري عبدالحکيم يو ملګرى هم وژل شوى او بهرنيو ځواکونو ، چې ځانګړي امريکايي ځواکونه وو،  د کور د خاوند په ګډون شپږ شکمن کسان له ځانه سره بيولي دي.

د چهاردرې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په وينا، قاري عبدالحکيم د القاعده ډلې يو مهم قوماندان وو او په چهاردره او د کندوز د مرکز ګل تپې په سيمو کې يې د ايساف او افغان ځواکونو پر وړاندې ماين ايښودنو او بريدونو کې مهمه ونډه درلوده.

سرچينې زياته کړه ، چې د عملياتو له ځايه مهمات او د ريموټ کنټرول ماينونه هم ترلاسه شوي دي.

 د اق مسجد سيمې اوسېدونکي نياز محمد وويل ،چې تېره شپه يې کلي ته چورلکې راغلې او پر يوه کور يې بريد وکړ، خو هغه له وېرې له کوره ونه وت.

ده زياته کړه : ” سهار خبر شو، چې قاري حکيم له دوو نورو کسانو سره وژل شوى او خارجي عسکرو د کور خاوند له څو نورو کسانو سره بيولى دى. “

امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 په يوه بله پېښه کې د کندوز ښار د ګل تپه په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د کندوز ښار د پوليسو د درېيمې ا منيتي حوزې امر سمونمل صالح محمد پژواک ته وويل ،چې دغه قوماندان تېر ماښام له دوو سيمه ييزو پوليسو سره په سراچه موټر کې له کندوز ښار څخه د ګل تپې پر لور روان وو، چې موټر يې په ريموټ کنټرول ماين وربرابر شو او درې واړه ووژل شول.

 د ګل تپې – کندوز د لين يوه موټر چلوونکي محمد امين وويل: ” په خپل موټر کې کورته روان وم، چې چاودنه وشوه، څو دقيقې وروسته کله چې سيمې ته ورسېدم، ومې ليدل، چې لاره بنده ده او دپوليسو يو موټر ويجاړ شوى وو. “

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنه کې له قوماندان يعقوب سربېره څلور نور سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.