ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان دې د افغان کډوالو د وېستلو په اړه بيا کتنه وکړي

author avatar
26 Jul 2012 - 13:30
author avatar
26 Jul 2012 - 13:30

کابل (پژواک ٥ زمرى ٩١): د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چې له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو وېستل د جينوا له کنوانسيون او شويو ژمنو خلاف عمل دى او بايد پاکستان په دې اړه بيا کتنه وکړي.

اوسمهال په پاکستان کې يو ميليون او اوه سوه زره قانوني افغان کډوال ژوند کوي او په دغه هېواد کې شاوخوا يو ميليون هغه افغان کډوال مېشت دي، چې د کډوالۍ اسناد نه لري.

 دوه ورځې مخکې د پاکستان د کډوالو چارو وزير شوکت الله خان له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي و، چې د دغه هېواد وزيرانو شورا په ٢٠١٠ زېږديز کال کې پرېکړه کړې وه، چې تر ٢٠١٢ کاله پورې بايد ټول افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

 شوکت الله خان ويلي، چې د وزيرانو شورا دغه پرېکړه بايد پلې شي.

 خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستان تر اوسه په دې اړه ياد وزارت ته څه نه دي ويلي.

 هغه وايي:((موږ يواځې د مطبوعاتو له لارې اورېدلي، چې پاکستان غواړي افغان کډوال وباسي.))

 خو د ده په وينا، له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو وېستل، د جينوا د ١٩٥١ شمېرې کنوانسيون، د پاکستان د ژمنو او د ډيپلوماتيک عرف خلاف عمل دى.

 ده وويل، چې د جينوا د ياد کنوانيسيون له مخې، بايد د کډوالو وتل داوطلبانه وي.

 جرئت وايي، چې د روان کال په مۍ مياشت کې يو ځل په سويس کې او يو ځل هم په ترکمنستان کې د کډوالو په اړه نړيوال کنفرانسونه جوړل شول، چې پاکستان او ايران دواړو په کې ژمنې وکړې، چې افغان کډوال به په زور له خپلو هېوادونو نه باسي.

ده وويل، چې افغان دولت او په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري به خپلې وروستۍ هڅې وکړي چې له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو د ايستو مخه ونيسي.

 هغه زياته کړه: ((که پاکستان په يو ځل ٣ ميليونه مهاجر وباسي،افغان دولت او عام افغانان به له يوې سترې ستونزې سره مخ کړي.))

 پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو پر وتو ټينګار کوي، چې د جرئت په وينا افغانستان په روان ميلادي کال کې يواځې ٤٠٠زره راستنېدونکو کډوالو ته د لومړنيو اسانتياوو تيارى لري.

 د ده د معلوماتو له مخې، د لارې کرايه، د ٧٢ ساعتونو لپاره کډوالو ته د استوګنې لارې چارې برابرول، هر راستانه شوي ته ١٥٠ امريکايي ډالره ورکولو او هرې را ستنې شوې کورنۍ ته په خپله سيمه کې د استوګنې د يوې سپينې نومرې ورکول،په يادو اسانتياوو کې شامل دي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ له دفتر سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د عامه اړيکو يوه غړې دنيا اسلم خان د زمرې په ٢مه پژوک خبري اژانس ته ويلي و، چې د روان زېږديز کال تر پايه د افغان کډوالو ستنېدل به پر خپله خوښه ترسره کېږي.

 د هغې په وينا،که چېرې څوک له ټاکلي مهالوېش څخه پاتې شول، نو هغوى ته به د لنډمهاله مودې لپاره د پاتې کېدو قانوني اجازه ورکول کېږي.

 اسلم ويلي،چې دغو کډوالو ته به د سوداګرۍ، تحصيل او يا هم د کار اجازه پاڼې ورکول کېږي او پاکستان ورسره په دې اړه هوکړه کړې ده.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.