ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ځيني زده کوونکي د کتابونو او ښوونکو له کموالي سر ټکوي

د غزني ځيني زده کوونکي د کتابونو او ښوونکو له کموالي سر ټکوي

author avatar
28 Jul 2012 - 15:03
د غزني ځيني زده کوونکي د کتابونو او ښوونکو له کموالي سر ټکوي
author avatar
28 Jul 2012 - 15:03

غزني ښار (پژواک ۷ زمری ٩۱): د غزني يو شمېر زده کوونکي په ښوونځيو کې د کتابونو او ښوونکو له کمښته سر ټکوي او وايي، چي څلورنيم مياشتنۍ ازموينې هم تېرې شوې، خو تر اوسه د اړتيا وړ کتابونه، نه لري.

د غزني د اندړو ولسوالۍ زده کوونکي وايي، چې که څه هم د دوى په ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون له راپورته کېدو سره سم، د دې ولسوالۍ په هغو سيمو کې چې د پاڅون کوونکو په لاس کې دي، ښوونځي بېرته خلاص شوي، خو ښوونکي او درسي توکي نه لري.

د دې ولسوالۍ د شهاب الدين لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي عيسى جان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تش په نوم ښوونځي خلاص دي، نور په کې هېڅ نشته.

نوموړي زياته کړه: ((زه تراوسه په دې نه پوهېږم، چې غزني ولايت څو ولسوالۍ لري او ناست په نهم ټولګي کې يم.))

د هغه په وينا، په کومو سيمو کې چې ولسي پاڅون کوونکي دي، هلته امنيت هم ډېر ښه شوى، خو تر اوسه د پوهنې رياست چارواکي نه دي ورته راغلي.

د اندړو ولسوالۍ د مېري کلي اوسېدونکي او د شهاب الدين لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي عبدالخالق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ښوونځي کې يې نه ښوونکي شته او نه هم درسي توکي لري.

نوموړي زياته کړه: ((دلته ډېر بد حال دى، د طالبانو له لوري زده کوونکي ووژل شول، ټولې لارې له ماينونو ډکې دي، لرې ځاى ته نه شو تللاى.))

د ده په خبره، دى په يوولسم ټولګي کې دى خو تر اوسه يې د خپلې ولسوالۍ د پوهنې مدير نه دى ليدلى او نه يې هم د پوهنې رييس لېدلى دى.

په اندړو ولسوالۍ کې له يادو ستونزو څخه ګڼ زده کوونکي شکايت کوي او ډېری داسې زده کوونکي هم شته چې وايې، تر اوسه يې د خپل ښوونځي سرښوونکى او مدير نه دي لېدلي او نه يې هم پېژني.

دغو زده کوونکو د پوهني رياست له چارواکو څخه غوښتنه کوله، چې ډېر ژر دې د دوى ستونزو ته د هواري لاره پيدا کړي.

د غزني د مرکز اړوند د قلعه جوز د ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکى محمدولي پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه يې لا بشپړ درسي کتابونه نه دي ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، چې د زده کوونکو د کورنيو اقتصاد کمزورى دى او په بازار کې يې د پېرلو توان نه لري او که يې په بازار کې هم واخلي، هغه بيا د ښوونځيو له کتابونو سره ډېر توپير لري.

نوموړى وايي: ((کتابونه يې راکړي، خو ټول يې نه دي راکړي، په ازموينو کې مې ډېرې ستونزې درلودې.))

د محمدالله په خبره، تېر شپږ کاله يې دغه ستونزه په پوره ډول نه ده هواره شوې.

د غزني د ده يک ولسوالۍ د شهيد محمدخان ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکى عبيدالله هم وايي، چې د يو شمېر اساسي مضامينو کتابونه يې نه دي ترلاسه کړي او کله کله وتوانيږي، چې د يادو مضامينو نوټ ونيسي، خو کله هغه هم نه وي.

د نوموړي په وينا، دغه کتابونه بيا هغه مهال ور ورسېږي، چې ښوونيز کال تېر وي او د دوى لپاره هېڅ کومه ګټه نه لري.

ده پژواک اژانس ته وويل: ((دلته ډېری داسې زده کوونکي دي، چې اقتصادي حالت يې ډېر خراب دى او نه شي کولاى، چې دغه پاتې مضامين په بازار کې واخلي.))

عبيدالله وايي، چې څو ځلې يې ښوونکي په ولسوالۍ کې د پوهني مديريت ته ورغلل، خو هغه هم ورته وايي، چې دوى ته د پوهنې له رياست څخه نه دي ور رسېدلي.

بلخوا د غزني ولايت د پوهني رياست چارواکي هم په دغه ولايت کې د کتابونو او د ښوونکو د کمښت ستونزه مني، خو وايي، چې په دومره کچه هم نه دي لکه څنګه چې خلک وايي.

د غزني د پوهنې رياست وياند غني غالب پژواک اژانس ته وويل، چې د کتابونو د نه شتون ستونزه نه يواځې په غزني ولايت کې ده، بلکې دا ستونزه په ټول هېواد کې شته.

نوموړي زياته کړه، چې د ښوونکو ستونزه که څه هم موجوده ده، خو په زياته کچه نه ده.

د هغه په وينا، سږ کال يې په پلان کې درلودل، چې د ازادي سيالۍ له لارې ټول هغه ښوونکي پر دندو وګوماري، چې له کمښت سره يې مخ دي.

د غالب په خبره، دغه ازموينه به د پوهنې د وزارت د پلاوي پر وړاندې ترسره کېده، خو نوموړى پلاوى ډېر وروسته غزني ته راغى او تېره پنجشنبې يې له يو شمېر ښوونکو څخه ازموينه واخيسته.

د غزني د پوهنې رياست وايي: ((موږ کوښښ کوو، داسې ښوونکي پيدا کړو چې هغه مسلکي وي او زده کوونکو ته ښه درس ورکړاى شي.))

د ده په وينا، تر راتلونکي کال پورې به د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ښوونکو ستونزه راټيټه کړي.

د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د غزني د پوهنې رياست له لوري له يو شمېر ښوونکو څخه ازموينه واخيستل شوه، خو هغه وخت ډېر شمېر ښوونکو شکايت کاوه، چې دوى يې په ازموينه کې ناکام کړي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.