ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې پوليس او ١٥ وسلوال طالبان ووژل شول

درې پوليس او ١٥ وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
29 Jul 2012 - 13:00
درې پوليس او ١٥ وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
29 Jul 2012 - 13:00

غزني-لښکرګاه (پژواک ۸ زمری ۹۱): د هلمند او غزني ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٥ وسلوال طالبان او درې پوليس وژل شوي دي.

د غزني د ملي امنيت رييس سيداميرشاه سادات د زمري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې چې تېره شپه په ګيلان ولسوالۍ کې ترسره شوي، دوولس وسلوال مخالفين ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې د ملا عبدالعليم او ملا اغوجان په نومونو د طالبانو دوه مهم قوماندانان او د ماين جوړولو يو ماهر هم شامل دي.
سادات وايي، چې دغه وسلوال په ګيلان ولسوالۍ د پردل او شمالزو په سيمه کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي او له دوى څخه يو شمېر سپکه او درنه وسله هم نيول شوې ده.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې چې بهرنيو ځواکونو هم په کې برخه اخيستې وه، ګډو ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
که څه هم وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى يو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې پرون يې په دغه ولايت کې د ملي امنيت پنځه کارکوونکي وژلي دي.
خو ځايي چارواکو دغه ادعا نه ده تاييد کړې.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند ولايت په دوو امنيتي پېښو کې پوليسو او وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د مرکز مرستيال سمونوال اسماعيل هوتک پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ د باوړۍ پر پوستې بريد کړى و.
هغه زياته کړه، چې له دغه بريد وروسته جګړه رامنځته شوه، چې په پايله کې يې درې پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي، چې د وسلوالو طالبانو له مرګ ژوبلې خبر نه دى.
بلخوا د دغه ولايت د ملي امنيت سرچينې وايي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې يې د يو کمين په ترڅ کې درې وسلوال طالبان وژلي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د ګرشک د پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.