اسلام اباد (پژواک، ٨ زمرى ٩١): پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ۴ تنه ووژل شول.
په سيمه کې امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د شمالي وزيرستان په توري خېلو سيمه کې پر يوه کور ٦ توغندي توغولي، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي دي.
سرچينې د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې بريد د يوې وسلوالې ډلې پر مرکز شوى دى.
يوه ځايي اوسېدونکي سهيل احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بريد کې ياد شوى کور په بشپړه توګه له منځه تللى، چې له امله يې د وژل شويو کسانو پېژندګلوي نه کېږي.
څرګنده دې وي چې شمالي وزيرستان کې د حافظ ګل بهادر ډلې وسلوال شتون لري او له دې مخکې هم بې پيلوټه الوتکو د هغوى مرکزونه په نښه کړي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن