ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتونکوټ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى مرستيال ووژل شو

د پښتونکوټ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى مرستيال ووژل شو

author avatar
31 Jul 2012 - 14:21
د پښتونکوټ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى مرستيال ووژل شو
author avatar
31 Jul 2012 - 14:21

ميمنه-کندوز (پژواک ١٠ زمرى ٩١): د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا د نومول شوي مرستيال په ګډون درې تنه له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې او درې ماين خښونکي د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق اقساى نن (د زمري ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو تېر ماښام په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د پوليسو پر امنيتي پوستو بريد وکړ.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په ځوابي بريد کې دوه وسلوال طالبان ووژل شول.

خو په پښتونکوټ کې د ملي پوليسو د پوستو قوماندان محمدظاهر وويل؛ په دغه بريد کې چې د عطاخان خواجه په سيمه کې ترسره شو، درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

هغه ادعا وکړه، چې په وژل شوو کې د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى مرستيال هم شامل دى او مړي يې امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د پښتونکوټ په نښته کې د دوو طالبانو د وژل کېدو او څلورو نور د ټپي کېدو پخلى ورکړ، خو ويې ويل، چې طالبانو په دې نښته کې درې سرحدي پوليس وژلي دي.

د يوې بلې پېښې له امله په کندوز ولايت کې درې ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول سيد سرور حسيني پژاک ته وويل، چې دغه درې تنه تېره شپه هغه مهال، چې غوښتل يې د دشت ارچي ولسوالۍ د وزير خان تر پله لاندې ماين کېږدي، د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.

هغه زياته کړه، چې د دغو کسانو موخه د سيمه ييزو پوليسو په ګډون د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د ماين الوځول وو.

د سيمې يو اوسېدونکى پادشاه ګل وايي: “د شپې مو تراوېح کولې، چې د چاودنې غږ واورېدل شو، سهار مو چې پوښتنه وکړه، ويل يې چې درې طالبان چې د وزيرخان تر پله لاندې يې ماين اېښوده، ټوټه -ټوټه شول.” طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.