ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  غزني کې نهو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په غزني کې نهو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
31 Jul 2012 - 12:05
په  غزني کې نهو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
31 Jul 2012 - 12:05

غزني ښار (پژواک ۱۰ زمری ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په يو شمېر سيمو کې يې اووه وسلوال طالبان وژلي، دوه ټپيان او څلور نور ژوندي نيولي دي.

د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د زمري په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د غزني په مقر ولسوالۍ کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې پنځه وسلوال طالبان وژلي او څلور نور يې له وسلو سره ژوندي نيولي دي.

د هغه په وينا، دغه عمليات د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوى او د بهرنيو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي..

د ملي امنيت رييس وايي: ((له دوى څخه مو يوه اندازه سپکه او درنه وسله هم لاس ته راوړې او په سيمه کې عمليات اوس هم روان دي، خو تر اوسه په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړيو ته زيان نه دى اوښتى.))

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د ملي اردو سرتېرو له لوري عمليات شوي، چې پر مهال يې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يې د اندړو ولسوالۍ د رشيدخېلو په سيمه کې ترسره کړي دي.

د ده په خبره، يادو وسلوالو طالبانو ته يې هغه مهال مرګ ژوبله واړوله، چې په يوه کور کې سره راټول شوي وو او غوښتل يې د دوى پر سرتېرو بريد وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې له هغوى سره يې د لنډ وخت لپاره وسلواله نښته رامنځ ته شوه، خو ډېر ژر يې دوه وسلوال ووژل او دوه نور ټپيان شول.

هغه وويل، چې ټپيان اوس مهال له دوى سره دي.

سلطاني زياته کړه، چې له دوى څخه يې څلور عرادې موټرسايکلونه هم نيولي او په وينا يې، په عملياتو کې يواځې د ملي اردو ځواکونو برخه اخيستې وه، چې دوى او ملکي وګړيو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د ملي امنيت او بهرنيو ځواکونو له لوري ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي وو.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.