ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لسو وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو ادعا وشوه

د لسو وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو ادعا وشوه

author avatar
1 Aug 2012 - 16:19
د لسو وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو ادعا وشوه
author avatar
1 Aug 2012 - 16:19

کندهار ( پژواک، ١١ زمرى ٩١): امنيتي چارواکي د کندهار ولايت په غورک او ميوند ولسواليو کې د لسو وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو ادعا کوي.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېره شپه په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي .

  دى وايي، چې څلورو تنو وسلوالو د غورک ولسوالۍ په چنار سيمه کې پر لويه لاره ماينونه خښول.

 هغه زياته کړه،چې ماين خښوونکي د پوليسو د ګزمې له خوا په نښه او څلور واړه وژل شوي دي .

 دى وايي ، چې له وژل شويو کسانو څخه لس کړۍ بېلابېل ماينونه هم تر لاسه شول.

 فيصل وايي، په يوه بله پېښه کې، چې د همدې ولسوالۍ په سنګي سيمه کې د پوليسو او وسلوالو مخالفينو تر منځ نښته کې ٣ وسله وال مخالفين ووژل شول.

 د سرچينې په وينا، په نښته کې له وژل شويو څخه دوه ميله کلاشينکوف او درې د پرسونل ضد ماينونه هم تر لاسه شوي دي.

 غورک د کندهار هغه ولسوالۍ ده، چې د تېرو شپږو کلونو په اوږدو کې د وسلوالو مخالفينو تر واک لاندې وه، خو څو مياشتې وړاندې امنيتي ځواکونو هلته عمليات وکړل او دغه ولسوالۍ يې له طالبانو څخه بيرته ونيوله.

 دغه راز د کندهار ولايت  مطبوعاتي دفتر وايي چې  په ميوند ولسوالۍ کې د پوليس او وسله والو مخالفينو تر منځ په نښته کې هم درې وسلوال وژل شوي دي.

 سرچينه زياتوي چې ، دغه درې تنه ددې ولسوالۍ د ادم جان کارېز په سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته د بريد پر مهال ووژل شول . هغه زياته کړه، تر دې بريد وروسته پوليسو په سيمه کې عمليات وکړل او يو وسلوال يې  له اته کړۍ ماينونو سره ونيو.

 وسلوالو طالبانو د تېرې شپې د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي ،خو د هغوى  وياند قاري محمديوسف احمدي ويلي چې  چې تیره ورځ ماسپښین مهال دغورک ولسوالۍ د چارپایاؤ په سیمه کې د فريد په نوم د محلي پولیسو یو  قومندان او د هغه درې  ملګري د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوي دي .

 تیره ورځ غرمه مهال دمیوندولسوالۍ داشخابادپه سیمه کې د طالبانو په کمين کې يو محلي پوليس وژل شوى او بل ټپي شوى دى

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.