ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيمه ييزو پوليسو په خاص اروزګان کې ١١ عام وګړي وژلي

سيمه ييزو پوليسو په خاص اروزګان کې ١١ عام وګړي وژلي

author avatar
2 Aug 2012 - 14:18
سيمه ييزو پوليسو په خاص اروزګان کې ١١ عام وګړي وژلي
author avatar
2 Aug 2012 - 14:18

ترينکوټ (پژواک ١٢ زمرى ٩١): د اروزګان د ولايتي شورا رييس وايي، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان ١١ عام وګړي وژلي دي.

د ولايتي شورا رييس ابراهيم اخوندزاده د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د خاص اروزګان ولسوالۍ د متکزو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان شجاعي هزاره د سيمې اوسېدونکي له کورونو وېستلي او ١١ تنه يې وژلي دي.

نوموړى وايي، چې دغه سيمه ييز پوليس په سيمه کې له بهرنيانو ځواکونو سره قوي اړيکې لري، له هغوى سره په ګډو ګزمو او عملياتو کې برخه اخلي.

ابراهيم اخوندزاده وويل ، چې دغه قوماندان له هزاره توکم سره تړاو لري او پخوا يې هم د سيمې پر اوسېدونکو ډېر ظلمونه کړي او اوس يې هم يوولس تنه ووژل.

د ولايتي شورا رييس وايي، چې شجاعي د دولت له واکه وتلى دى، پخوا هم درې ځلې د جرمونو په اساس نيول شوى و، خو بيا بېرته خوشې شو.

د اروزګان د والي وياند عبدالله همت او د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل دواړو ياده شوې پېښه تاييد کړه، خو په اړه يې نورجزئيات ورنه کړل.

د سيمې يوه قومي مشر، چې د نوم له اخيستو يې ډده کوله وويل ، چې وسلوالو طالبانو په سيمه کې د شجاعي دوه کسان بهرنيانو سره د کار کولو په تور وژلي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې پېښې وروسته شجاعي او د هغه وسلوالو په سيمه کې خلک له کورونو را ووېستل او ويې وژل.

سرچينه زياتوي، چې شجاعي ګڼ شمېر کسان له ځان سره ژوندي هم بيولي دي.

وسلوالو طالبانو هم ويلي، چې په خاص اروزګان ولايت کې سيمه ييزو پوليسو د سيمې ١٨ عام اوسېدونکي وژلي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې، چې پوليسو د سيمې اوسېدونکي شکنجه کړي او د هغوى کورونه يې هم تلا کړي دي.

خو دولتي چارواکو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.