چغچران (پژواک ١٣ زمرى ٩١): په غور ولايت کې د سولې له بهير سره د دېرشو وسلوالو مخالفينو په يو ځاى کېدو سره، په روان کال کې په ټوليز ډول ٣٠٠ مخالفين له دغه بهير سره يوځاى شوي دي.
د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي نن (د زمرى ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ٣٠ وسلوال مخالفين په شهرک او چهارسده ولسواليو کې د ملا عبدالکريم، ملا ظريف او محمد موسى په مشرۍ د سولې له بهير سره يو ځاى شول.
هغه وايي، چې دوى له څو تېرو کلونو راهيسې د دولت پر ضد فعاليت درلود، چې د ملي امنيت او د سولې د عالي شورا په هڅو دغه بهير ته راغلي او ٢٢ ميله بېلابېلې وسلې يې هم له ځان سره راوړې دي.
ملا ظريف د نورو يو ځاى شوو په استازيتوب وويل: ((موږ د وطن او خلکو په تبليغاتو پسې تللي وو، خو اوس په دغو دوکو پوهېدلي يو او له دولت سره هر راز همکاريو ته تيار يو.))
هغه زياته کړه، چې دولت بايد دوى ته د کار زمينه برابره او په سيمو کې دې ورته ټولګټې پروژې پلې کړي.
د غور والي عبدالله هېواد ژمنه وکړه، چې له دوى سره به په يادو برخو کې هر ډول مرسته وکړي.
د والي وياند وايي، چې د روان کال له پيله راهيسې په دغه ولايت کې د ١٤ وسلوالو ډلو په چوکاټ کې ٣٠٠ مخالفين د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.
د يادونې ده چې د سولې د عالي شورا له جوړېدو راپه دېخوا (١٣٨٩) د هېواد په کچه له ٤٨٠٠ څخه زيات وسلوالو مخالفينو له جګړې لاس اخيستى او د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن