ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د پيازو حاصلات ډېر شوي

په کندوز کې د پيازو حاصلات ډېر شوي

author avatar
3 Aug 2012 - 10:14
په کندوز کې د پيازو حاصلات ډېر شوي
author avatar
3 Aug 2012 - 10:14

کندوز (پژواک ١٣ زمرى ٩١): سره له دې چې په کندوز ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د پيازو په حاصلاتو کې لس زره ټنه ډېروالى راغلى، خو بزګران په بازار کې د هغو له ټيټې بيې شکايت لري.

د کندوز د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، چې سږ کال د پيازو حاصلات تر ٧٠زرو ټنو ډېر شوي، حال دا چې د تېر کال حاصلات تر ٦٠زره ټنه لږ وو.

د کندوز د کرنې رياست د کرنې د چارو امر عبدالبصير فقيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال دغه اندازه پياز له ٢٤٠٠ هکتاره ځمکې او تېر کال له ٢٣٠٠ هکتاره ځمکې لاس ته راغلي وو.

هغه زياته کړه، چې تېر کال له يو هکتار ځمکې ٢٧ټنه پياز، خو سږ کال له يو هکتار ځمکې له ٢٩ټنو ډېر پياز لاس ته راغلي دي.

فقيري، د اوبو او هوا ښه والى او د بزګرانو له لوري د اصلاح شوو تخمونو کر يې د پيازو د ډېر حاصل

لامل وبلل او زياته يې کړه: ((ځکه سږ کال د پيازو د کر لپاره هوا مناسبه وه، ناروغۍ نه وې او اوبه هم ډېرې وې، يو شمېر ډېرو بزګرانو له بازار څخه اصلاح شوي تخمونه واخيستل او يا يې هم د کرنې رياست څخه يې په وړيا ډول راوړل، له همدې امله د تېر کال په پرتله سږ کال د پيازو په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى دى.))

سرچينه زياته کړه، چې سږ کال په بازار کې د يو من پيازو بيه ٧٠ افغانۍ ده، نو دغه قيمت ته په کتو سره په دغه ولايت کې په ټوليزه توګه د پيازو حاصلات تر ٦٩٥ ميليونه افغانيو ډېر کېږي.

د هغه په خبره، د کندوز پياز د هېواد ډېرى ولايتونو لکه تخار، بدخشان، بغلان، بلخ او پاکستان ته هم صادريږي.

خو بزګران سره له دې چې د پيازو حاصل يې زيات شوى، د هغو له ټيټې بيې شکايت کوي.

د چهاردرې ولسوالۍ د باسوس کلي اوسېدونکى ٤٤کلن جمعه خان، چې شپږ جريبه کرنيزه ځمکه لري، وويل، چې ده سږ کال د تېر کال په پرتله د پيازو ډېر حاصل ترلاسه کړى، خو په بازار کې د هغو بيه، ده دومره ګټه نه ورکوي.

دغه دهقان زياته کړه، چې سږ کال يې په يونيم جريب ځمکه کې پياز کرلي وو، چې نږدې درې سوه منه پياز يې وکړل، ځکه اوبه او هواه ښه وه، په داسې حال کې چې تېر کال يې له همدومره ځمکې ٢٥٠ منه پياز حاصل درلود.

خو جمعه خان د پيازو ټيټه بيه د بزګرانو لپاره مناسبه ونه بلله او ويې ويل: ((کله چې موږ حاصل اخلو نو د يو من پيازو بيه ٧٠ افغانۍ شي، چې حتى ځيني وختونه خپل لګښت هم نه پوره کوي، خو کله چې دغه پياز زموږ له لاسه ولاړ شي، دوه يا درې مياشتې وروسته بيا د پيازو يو من ٢٠٠ افغانيو ته رسېږي.))

نوموړي زياته کړه، که چرې د کرنې رياست دوى ته سړې خونې جوړې کړي، څو خپل محصولات په کې وساتي، نو حاصلات به يې په سمه بيه او په مناسب وخت کې وپلورل شي.

د بزګرانو په خبره، په کندوز کې يوه نادولتي سړه خونه شته، چې په ډېره کمه اندازه محصولات په هغې کې ځاييږي او ډېر فيس په بدل کې بزګرانو ته محصولات ساتي.

خو د کندوز د کرنې د چارو امر په بازار کې د پيازو د بيې د ټيټ والي ترڅنګ وويل، چې دغه رياست په پام کې لري راتلونکى کال د سولې د عالي شورا په مرسته، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د سولې د پروژو له لارې سړې خونې جوړې کړي، څو د حاصلاتو په ساتلو کې بزګرانو ستونزې لرې شي.

د يادونې ده، چې له خټکې او شالي (وريجو) وروسته پياز د کندوز يو له مهمو محصولاتو شمېرل کېږي، خو سږ کال د خټکيو حاصلات د نباتي ناروغيو له امله ډېر کم شوي دي.

د کندوز د کرنې رياست مسوولين وايي، چې د کرنې د کار کوونکو د سروې له مخې، په دغه ولايت کې د خټکيو تر کر لاندې د شاوخوا لس زره هکتاره ځمکې له ډلې ٨٠سلنه يې له منځه تللي، چې دې بزګرانو ته لويه اقتصادي ضربه ورکړه.

د کندوز د کرنې رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت تر ٩٠ سلنې ډېر اوسېدونکي په کرنه او زراعت بوخت دي او اقتصاد يې هم په يادو دو برخو ولاړ دى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.