ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون پنځه وسلوال ووژل شول

په غزني کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون پنځه وسلوال ووژل شول

author avatar
4 Aug 2012 - 12:14
په غزني کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون پنځه وسلوال ووژل شول
author avatar
4 Aug 2012 - 12:14

غزني ښار (پژواک ۱۴ زمرى ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په يو شمېر سيمو کې د دوو مهمو طالب قوماندانانو په ګډون پنځه وسلوال وژل شوي او اووه نور ژوندي نيول شوي دي.

د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې د غزني د اندړو ولسوالۍ په شېرکلا سيمه کې له بهرنيو ځواکونو سره يو ځاى ځانګړي عمليات ترسره کړل.

د هغه په وينا، په ياده سيمه کې يې د ملا ادريس او سيف الرحمن په نومونو، چې دواړه مهم طالب قوماندانان وو، سره له درېيو نورو وسلوالو د ايساف په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي قوماندانان هغه کسان وو، چې نږدې درې کاله وړاندې يې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ۱۳ محصلين حلال کړي وو.

اميرشاه سادات د دغو وسلوالو وژنه ښه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه، چې د دوى په وژل کېدو سره به په سيمه کې امنيت ښه شي.

د يو بل خبر له مخې، د غزني په اب بند او اجرستان ولسواليو کې اووه وسلوال طالبان د يوه قوماندان په ګډون نيول شوي دي.

د ملي امنيت رييس وايي: ((د غزني په اب بند ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو يو لړ عمليات ترسره کړي، چي په ترڅ کې يې پنځه وسلوال طالبان له يو شمېر وسلو او ماينونو سره ژوندي نيولي دي.))

 د ده په خبره، د دې ترڅنګ يې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې هم دوه وسلوال طالبان هغه مهال نيولي، چې غوښتل يې په لويه لاره کې ماينونه خښ کړي.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو ټولو عملياتو کې د دوى ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.