ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

که دولت تصميم ونيسي نو د پاکستان د بريدونو موضوع به امنيت شورا ته راجع شي

که دولت تصميم ونيسي نو د پاکستان د بريدونو موضوع به امنيت شورا ته راجع شي

کابل (پژواک،١٥زمرى٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت به هغه مهال د پاکستان د بريدونو موضوع امنيت شورا ته وړاندې  کړي، چې دولت يې په اړه تصميم ونيسي.

د پاکستان د پوځ لخوا له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې د افغانستان پر کونړ او نورو سرحدى سيمو راکټي بريدونه کيږي، چې لسګونو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده .

ولسي جرګې تېره ورځ د ملي دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو سترجنرال عبدالرحيم وردګ او  سترپاسوال بسم الله محمدي څخه له دې امله د باور رايه واخيسته ، چې د يادو بريدونو په اړه يې لازم اقدامات نه و کړي.

د ولسي جرګې يو شمير غړيو دا هم ويل، چې د پاکستان د بريدونو موضوع بايد حکومت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندې کړې واى .

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دا وزارت د افغانستان د بهرني سياست د پلي کوونکې ادارې په توګه، کولى شي د افغانستان د دولت غوښتنه، اعتراض او اندېښه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندې کړي.

خو د موسى زي په وينا، په دې اړه پرېکړه په يواځې سر د بهرنيو چارو وزارت له واکه بهر ده او د دولت په کچه بايد تصميم ونيول شي.

ده زياته کړه:(( د بهرنيو چارو وزارت به د افغانستان د دولت په کچه تر ملي پرېکړې وروسته، چې ان د حکومت په کچه هم نه وي؛ د بهرنيو چارو وزارت خو لا پرېږده، ددې نوي اقدام او نوي پاليسۍ عملي کوونکى وي.))

 خو موسى زي وويل ،چې امنيت شورا ته د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو راجع کولو په اړه  پرېکړه، بايد په سړه سينه تحليل شي، په اوږد او لنډمهال کې د افغانستان ملي ګټې او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې اغيز  په پام کې ونيول شي.

ده وويل، چې د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان سره د ستونزې د حل په موخه خپلې هڅې کړې دي.

 موسى زي زياته کړه:(( دا چې تردې وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ له اوسنيو دوه اړخيزه  اړيکو  ور هغه خوا دولت  ته څه کول په کار دي او  پر کومو هڅو لاس پورې کړي، دا داسې موضوع ده، چې په يواځې سر د بهرنيو چارو  وزارت له واکه بهر ده، دا کار  لويې ملي پرېکړې ته اړتيا لري، چې د دولت په کچه د افغانستان د خلکو په مشوره ونيول شي.))

موسى زي د جزيياتو له ورکولو پرته  وويل ،چې د راکټي بريدونو په اړه نن د ملي امنيت په شورا کې هم بحث شوى د‌ى.

ده  زياته کړه ، چې تردې مهاله له پاکستان سره د يادې ستونزې د حل په موخه دوه اړخيزو دپلوماتيکو هڅو نتيجه نه ده ورکړې.

خو ده وويل، چې سره له دې به هم د بهرنيو چارو وزارت په کابل او اسلام اباد کې خپلو دپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړي، ځکه چې په ځينو برخو کې ديپلوماتيکې هڅې وروسته له يوې مودې پايله لرلى شي.

موسى زي د نورو جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل ، چې دپاکستان او افغانستان ترمنځ يو لړ جدي ستونزې شته، چې ځينې يې اوږدې تاريخې رېښې لري.

خو هغه زياته کړه ،چې ددې ستونزو د حل لپاره افغانستان خپلې ټولې هڅې کړې دي .

ده زياته کړه ” په ښه توګه ددې ستونزو حل د ديپلوماسۍله لارې ممکن دى ، نه له يوه ګاونډي هېواد سره د کړکېچ او يا هم کړکېچ ته د هڅولو له لارې.”

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.