ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د پنځو تاريخي ابدو د بيارغولو چارې پيل شوې

author avatar
7 Aug 2012 - 16:01
author avatar
7 Aug 2012 - 16:01

غزني ښار (پژواک ۱۷ زمری ۹۱): د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په غزني کې د پنځو نورو تاريخي ابدو د بيارغولو د کار چارې، نن پيل شوې.

د دغو پروژو د کار د پرانيستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او کولتور وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين او د غزني ولايت ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

رهين د دغو ابدو د رغونې د چارو د پرانيستې پر مهال خبريالانو ته وويل، دوى کوښښ کوي ترڅو په غزني ولايت کې ټولې تاريخي ابدې تر ٢٠١٣ زېږديز کاله پورې ورغوي.

هغه زياته کړه، چې د لسو تاريخي ابدو د بيارغولو چارې نږدې يو کال وړاندې بشپړې شوې او د پاتې نورو د رغولو چارې روانې دي.

رهين هيله څرګنده کړه، چې تر ۲۰۱۳ کال پورې په غزني ښار کې ټولي لرغونې ابدې له سره ورغول شي، څو د ۲۰۱۳ کال مراسم، چې غزنی به په کې د اسلامي هېوادونو فرهنګي پلازمېنه وي، ونمانځل شي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله سروري پژواک خبري اژانس ته وويل، د کومو تاريخي ابدو د بيارغولو چارې چې نن پيل شوې، په هغو کې د سلطان محمود غزنوي، د دريم سلطان مسعود، د امام سيد حاجي، د سيد جعفر او د سلطان ابراهيم مزارونو دي.

د نوموړي په وينا، پر دغو تاريخي ابدو به نږدې ۳۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ورکول کېږي.

که څه هم د دغو تاريخي ابدو په بيا رغولو سره د غزني ښاريان خوښ دي خو وايي، چې دا کارونه د مسلکي کسانو له لوري نه ترسره کېږي او له داسې کسانو سره قراردادونه کېږي چې هغه په دې برخه کې هېڅ معلومات نه لري.

د غزني ښار يوه اوسېدونکي حکمت الله پژواک اژانس ته وويل، تاريخي ابدې داسې کسان رغوي چې په دې برخه کې هېڅ زده کړه او معلومات نه لري.

هغه زياتوي، د دې پر ځاى چې دغه تاريخي ابدې ورغوي، نورې هم پسې خرابوي.

نوموړى وايي، که څه هم چارواکي وايي، چې دا تاريخي ابدې به په هغه شکل سره رغوي، څنګه چې له پخوا زمانو څخه جوړ شوې، خو اوس چې ګورو ټولې خامې خښتې کارول شوې، چې د يو يا دوو کلونو په تېرېدو سره به دوباره خرابې شي.

ياده دې وي چې څه موده وړاندې د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي هم د غزني په اطلاعاتو او کلتور رياست په چارواکو نيوکه وکړه، چې د دې ابدو د بيارغولو قراردادونه يې له داسې کسانو سره کړي، چې هغه په دې برخه کې هېڅ تجربه نه لري او مسلکي هم نه دي.

غزني ولايت په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د ليبيا هېواد طرابلس ښار کې د کلتوري وزيرانو په عمومي غونډه کې د اسلامي هېوادونو فرهنګي پلازمېنه نومول شوى، چې له هغه وخته تر اوسه نږدې ۷ کاله تېريږي خو په غزني کي د بيارغونې، امنيت، پوهنې او په نورو برخو کې داسې کارونه نه دي شوي، لکه څرنګه چې د غزني د خلکو او نوور هېوادونو هيله وه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.