ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو خلک: طالبان مو په زور لاريونونو ته هڅوي

د اندړو خلک: طالبان مو په زور لاريونونو ته هڅوي

author avatar
8 Aug 2012 - 12:41
د اندړو خلک: طالبان مو په زور لاريونونو ته هڅوي
author avatar
8 Aug 2012 - 12:41

غزني ښار (پژواک ۱۸ زمری ۹۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې وسلوال طالبان د دغې ولسوالۍ خلک په زور اړ باسي، چې د ولسي پاڅون پر ضد لاريونونه وکړي.

دوى وايي، چې وسلوال طالبان غواړي د لاريونونو له لارې نورو خلکو او افغان دولت ته وښيي، چې د اندړو خلک له وسلوالو طالبانو څخه نه، بلکې له ولسي پاڅون څخه ستړي شوي دي.

د اندړو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدالله د زمري په ١٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې له څو شپو راهيسې وسلوال طالبان هر ماښام د بېلابېلو کليو سپين ږيري له ځان سره بيايي او ټينګار پرې کوې چې لاريونونه وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((طالبان راځي او قومي مشران له ځانه سره بيايې او بيا ورته وايي، چې تاسې د دولت او ولسي پاڅون پر ضد لاريون وکړئ او وواياست چې موږ دا دواړه نه غواړو.))

د هغه په وينا، وسلوالو د ده پلار او يو شمېر نور سپين ږيري له روژماتي وروسته بيولي وو او هغوى ته يې ويلي وو، چې د تېرې سې شنبې په ورځ به لاريون کوي او مرګ په دولت، مرګ په ولسي پاڅون يا اربکيانو، شعارونه به ورکوي.

د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکی حاجي هيبت شاه وايي، چې وسلوال طالبان له هر جومات څخه درې درې سپين ږيري ماښام مهال بيايې او بيا يې تر پشلمي پورې هلته ايسار کړي وي.

د هغه په وينا، سپين ږيري اوس حيران دي، چې وسلوالو طالبانو ته انکار وکړي او که خپل ځوانان د بلا خولې ته ورکړي.

نوموړي زياته کړه: ((تقريباً دا درې څلور شپې کېږي، چې طالبان د محکم او علم خېلو کليو ته ورځي او بېګا يې هم له هر کلي څخه درې درې کسان وړي وو او هلته يې سپين ږيرو ته ويل، چې تاسې به لاريون کوئ او واياست به چې موږ له دغو اربکيانو څخه سخت ستړی يو.))

د ده په خبره، دوی ته راپورونه رسېدلي، چې وسلوال طالبان غواړي ځانمرګي هم په لاريون کې تېر کړي او په سيمه کې به د مخابراتي شبکو کوم انتونونه چې اوس مهال فعال دي، په بمونو يې والوځوي.

د سيمې يو بل اوسېدنکي حاجي محمد بيا پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو وړمه ورځ يو سپين ږيری، چې طالبانو ته يې له لاريون کولو انکار کړی و، وژلی دی.

دى زياتوي: ((دوی په زور خلک مجبوروي، که يې څوک نه ورسره مني، وژني يې، وژل يې هم ډېر په ظالمانه توګه وي.))

د اندړو ولسوالۍ چارواکي هم دا مني، چې په دې ورځو کې وسلوال طالبان خلک لاريونونو ته هڅوي.

د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا څو ورځې کېږي، چې طالبان په زور خلک بيايې او ورته وايي، چې تاسو لاريون وکړئ.

نوموړي زياته کړه: ((تېره او نن ورځ دا اوازه وه، چې خلک لاريون کوي، خو تر اوسه څه نشته او خلک د طالبانو دغه خبره نه مني.))

د هغه په وينا، ده ته خلکو ويلي، چې دوى په هېڅ ډول د وسلوالو دغه غوښتنه نه مني او ده هم خلکو ته ويلي، چې د وسلوالو په خوله دې لاريون نه کوي او که يې وکړ او چا ته کوم زيان ورسېد، بيا د شکايت حق نه لري.

خو بلخوا بيا طالب وياند ذبيح الله مجاهد د سيمې د اوسېدونکو دغه ادعاوې ردوي، چې طالبان په زور کليوال د پاڅون کوونکو او دولت پر ضد لاريونونو ته هڅوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((اربکيان دومره ځواک هم نه لري، چې موږ يې د خلکو په زور له سيمې ورک کړو.))

د يادونې ده، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون راپورته شوى، چې وسلوال طالبان يې د سيمې خلک نه بلکې اربکيان بولي او دغه پاڅون د غزني مقر ولسوالۍ ته هم رسېدلى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.