ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ او ننګرهار کې ١٥ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کونړ او ننګرهار کې ١٥ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Aug 2012 - 12:19
په کونړ او ننګرهار کې ١٥ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Aug 2012 - 12:19

جلال اباد (پژواک ١٨ زمرى ٩١): چارواکي وايي، چې په کونړ او ننګرهار کې د بېلابېلو پېښو له امله ١٠ وسلوالو طالبانو او پنځه دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په غزني کې يو طالب قوماندان نيول شوى دى.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمدنعمان هاتفي د زمري په ١٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر يې د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په ماماخېلو سيمه کې د ملي اردو پر يو رينجر موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، په پېښه کې د ملي اردو درې سرتېري ووژل شول او يو ټپي شو او رينجر موټر يې هم په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.

بلخوا په ختيځو ولايتونو کې د لومړي زون سرحدي پوليسو وياند محمد ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار مهال د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر پوسته وسلوالو طالبانو بريد وکړ.

د هغه په وينا، د نښتې پر مهال څلور وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ ټپيان دي.

د ده په خبره، په ياده پېښه کې د دې پوستې يو افسر هم ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د وژل شوو مړي پوليسو ترلاسه کړي، خو هويت يې لا نه دى څرګند شوى.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان نيولى دى.

د غزني د ملي امنيت رييس سيدامير شاه سادات پژواک اژانس ته وويل، چې دغه قوماندان ملا محب الله نومېږي او تېره ورځ يې د غزني د مقر ولسوالۍ په عالم خېلو سيمه کې نيولى دى.

نوموړي زياته کړه، چې له ياد قوماندان سره يو شمېر وسله هم نيول شوې ده.

سادات وايي، چې دغه عمليات د دوى او بهرنيو ځواکونو له لوري ترسره شوي، چې لا هم په سيمه کې روان دي او تر اوسه په کې دوى او ملکي کسانو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو د دغو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.