ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: سږ کال ډېره ملکي مرګ ژوبله په سوېلي زون کې اوښتې ده

يوناما: سږ کال ډېره ملکي مرګ ژوبله په سوېلي زون کې اوښتې ده

author avatar
9 Aug 2012 - 15:46
يوناما: سږ کال ډېره ملکي مرګ ژوبله په سوېلي زون کې اوښتې ده
author avatar
9 Aug 2012 - 15:46

 کندهارښار(پژواک، ۱۹ زمرى ۹۱): په کندهار کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما وايي،چې د هېواد په کچه ډېره ملکي مرګ ژوبله په سوېلي زون کې اوِښتې، چې د ټولو تلفاتو نيمايي جوړوي.

 دغه څرګندونې د سوېلي زون لپاره د يوناما د بشري حقونو د څانګې استازي الکساندر لوډن Alexander Loden  نن د( زمرى په ١٩ مه) يوې خبري غونډې ته وکړې.

 هغه وويل، چې د روان ٢٠١٢ زېږديز کال د جنوري له لومړۍ د جون تر ٣٠ مې، د هېواد په کچه د وسلوال تاو تريخوالي په پايله کې ١١٤٥ ملکي وګړي وژل شوي او ١٩٥٤ تنه نور ټپيان شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې د هېواد په کچه ملکي وګړيو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ٣٠ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي، چې شمېر يې ٩٢٥ تنو ته رسېږي.

 د نوموړي په وينا، د هېواد په کچه د ملکي مرګ ژوبلې لوړه کچه په سوېلي زون کې ده، چې د ټولې اوښتې مرګ ژوبلې ٢٩ سلنه جوړوي.

 ده وويل: د روان ٢٠١٢ زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د سوېلي زون په کچه ٨٨٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له دې جملې څخه د وژل شويو شمېره ٤٠٧ تنه او د ټپيانو شمېره ٤٨٢ تنه ده.

 الکساندر که څه هم وويل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې ١٥ سلنه ټيټوالى راغلى، خو بيا هم د ملکي وګړيو د تلفاتو دغه اندازه لوړه ده.

 هغه زياته کړه، چې  تېر کال يوناما د هېواد په کچه د ورته مودې د ملکي وګړيو مرګ ژوبله ٣٦٥٤ تنه ثبت کړې وه، چې ١٥١٠ تنه وژل شوي او ٢١٤٤ تنه ژوبل شوي وو.

 د يوناما د بشري حقونو د څانګې دغه استازي د هېواد په کچه د اوښتې مرګ ژوبلې ٨٠ سلنه مسووليت پر

وسلوالو مخالفينو واچاوه او ويې ويل، چې وسلوالو مخالفينو په دغه موده کې ٨٨٢ ملکي وګړي وژلي او ١٥٩٣ تنه يې ټپيان کړي دي.

 هغه دغه راز د دغې مرګ ژوبلې ١٠ سلنه مسووليت پر دولت ځواکونو واچاوه او زياته يې کړه، چې د دغو ځواکونو په عملياتو کې ١٦٥ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ١٣١ نور ټپيان شوي، چې دغه کچه د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه کمښت ښيي.

 ده وويل، چې د نورو ٩٨ ملکي وګړيو مړينه او د ٢٣٠ تنو ژوبلېدل، چې د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې ١٠ سلنه جوړوي، په جګړه کې ښکېل هيڅ لوري ته منسوب شوي نه دي.

 دى وايي، په روان کال کې د حکومت ضد عناصرو له خوا د هدفي وژنو په پايله کې د ملکي وګړيو په مرګ ژوبله کې ٥٣ سلنه زياتوالى راغلى او يوناما د دغو پېښو له امله د ٢٥٥ تنو مړينه او د ١٠١ تنو ټپي کېدنه ثبت کړې ده.

 الکساندر د ايساف ځواکونو له خوا د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې په اړه وويل، چې د هغوى هوايي عمليات د ملکي مرګ ژوبلې لامل دى او په دغه موده کې يوناما د ايساف ځواکونو د عملياتو له امله ٨٣ ملکي وګړيو مړينه او د ٤٦ ملکي وګړيو ټپي کېدل ثبت کړي دي.

 نوموړي په دغه کال د هېواد په کچه د ښوونځيو پر وړاندې د بريدونو د زياتېدو په اړه هم اندېښنه وښودله او ويې ويل، چې دغو ستونزو د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو زده کړې اغېزمنې کړې دي.

 هغه زياته کړه: ((د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښوونځيو پر وړاندې د بريدونو ٣٤ پېښې ثبت شوې، چې پکې د ښوونځيو سوځول، د ښوونکو او زده کوونکو هدفي وژنې، ګواښونه، وسلوال بريدونه او نور راځي.))

 په کندهار کې د يوناما د بشري حقوقو د څانګې استازي الکساندر لوډين د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د ملکي وګړيو د ژغورلو په موخه دې خپلې هڅې لا پسې ډېرې کړي.

 دغه اداره که څه هم د تېر کال په پرتله د ملکي مرګ ژوبلې د کچې په ١٥ سلنه کمښت خوښيي ښيي، خو اندېښنه څرګندوي، چې ډېر هغه افغانان د مرګ ژوبلې ښکار کېږي، چې د جګړې په منځ کې د ورځني ژوند د تېرولو هڅې کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.