ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٢ وسلوال طالبان ووژل شول

١٢ وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
9 Aug 2012 - 11:19
١٢ وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
9 Aug 2012 - 11:19

غزني،پل علم، لښکرګاه (پژواک، ۱۹ زمرى ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په بېلابېلو پېښو کې په غزني او لوګر ولايتونوکې يو طالب قوماندان او څلور نور وسلوال وژل شوي، پنځه نور ژوندي نيول شوي او درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د ملي امنيت رييس سيداميرشاه سادات د زمري په ١٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني د مقر ولسوالۍ د ګودام کلا په سيمه کې يې تېره ورځ يو لړ عمليات ترسره کړل، چې پر مهال يې يو طالب قوماندان ووژل شو او درې ساتونکي يې له وسلو سره ونيول شول.

د هغه په وينا، دغه کسان هغه مهال ونيول شول او يو يې ووژل شو، کله چې يې پر دوى د عملياتو پر مهال بريد وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې په دې عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم برخه اخيستې وه او د دوى ځواکونو او ملکي وګړيو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده، چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې له يوې اونۍ راهيسې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري عمليات روان دي، چې تراوسه له لسو څخه زيات وسلوال طالبان په کې وژل شوي او اته يې ژوندي نيولي دي.

د يو بل خبر له مخې، امنيتي چارواکي وايي، چې د لوګر د پل علم اړونده سيمه کې پوليسو څلور وسلوال طالبان وژلي او دوه يې ژوندي نيولي دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د پل علم اړوند د پورک په سيمه کې پوليسو وسلوالو طالبانو ته کمين نيولى و، چې په ترڅ کې يې نښته رامنځ  ته شوه او طالبانو ته يې ياده مرګ ژوبله واړوله.

د هغه په وينا، په دغه پېښه کې پوليسو ته دوه کلاشېنکوفونه، يو راکټ، يوه پيکا او ١٠ د راکټ مرمۍ هم لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه پېښه کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

دغه راز چارواکي وايي، چې تېر ماښام ناوخته د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې د سړک د غاړې  ماين چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او دوه ټپيان دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د احمد اباد ولسوالۍ د سلام خېلو په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پوليس پر ګزمه بوخت وو.

د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو د احمدابا او ګردېز ترمنځ پر غځېدلې سړک تر يوه پولګوټي  لاندې ماين خښ کړى و، چې پر پوليسو وچاودېد.

د يوه بل خبر له مخې، د هلمند ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ددولت ١١ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ پژواك اژانس ته وويل ،چې پرون دولتي ځواکونو د ګرشك ولسوالۍ د نهرسراج د۶۰۱ نمبر سړك په شاخوا كې د باغرانيانو او بلوڅانو په كليو كې عمليات پيل کړي ، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

هغه زياته کړه ،چې په دې عملياتو کې اوه وسلوال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

فرهنګ وايي ،چې په دې سيمه كې ددولت د مخالفينو خوځښتونه زيات شوي وو او غوښتل يې ،چې د لښكرګاه  او كندهار ترمنځ پر سړک ماينونه خښ کړي .

نوموړي وويل، چې د پرون ورځې په عملياتوكې پوليسو او ملكې وګړيو ته  مرګ ژوبله نه ده  اوښتې .

  امنيه قوماندانۍ دغه راز زياتوي ،چې پوليسو تېره ورځ په سنګين ولسوالۍ کې د ملا ستار په نامه ديوه قوماندان په ګډون درې مخالفين نيولي ، چې پر سړک يې ماينونه خښول.

وسلوالو طالبانو د دغو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.