ګردېز (پژواک، ٢١ زمرى ٩١): د پکتيا د مرکز ګردېز په اړونده سيمه کې د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې د نظم عامه شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پکتيا ولايت د ملکي روغتون سرطبيب حياګل پکتين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن (د زمري ٢١مه) مازيګر ګردېز ښار ته څېرمه د دولت زيو په سيمه کې د نظم عامه پر پوليسو وشوه.
دى وايي، چې له دې پېښې څخه دوى ته څلور جسدونه او دوه ټپيان وروړل شوي دي.
د پکتين په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل پژواک ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل ،چې دا پوليس خپلې قرارګاه ته روان و، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
د دې پېښې مسووليت تردې دمه چا نه دى منلى.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن