ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ماين چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
12 Aug 2012 - 18:09
د ماين چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
12 Aug 2012 - 18:09

ترينکوټ (پژواک، ٢٢ زمرى ٩١): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د ماين چاودنې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د زمري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماسپښين شاوخوا په دوو بجو پر پوليسو د ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې يو پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي، يو پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه: ((چاودنه د ترينکوټ اړونده د چرمګر په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې پوليسو په دغه ځاى کې د ماسپښين د لمانځه لپاره اودس کاوه.))

د ده په خبره، ماين د اوبو له چينې سره نږدې ځاى پرځاى شوى و.

عايل وايي چې ټپيان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ترينکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر دويم څارن ګل اغا پژواک ته وويل، چې په دغې چاودنه کې د پوليسو په ګډون ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده په وينا، دغه پوليس په سيمه کې د يوه پوليس قوماندان ساتونکي وو.

خو د اروزګان د ملکي روغتون ډاکټر عزت الله پژواک ته وويل، چې دوى ته له دغې پېښې څخه د يوه ملکي وګړي او دوو پوليسو مړي او يو تن پوليس په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ټپي شوي پوليس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و او له لومړنۍ درملنې څخه وروسته په سيمه کې د نړيوالو ځواکونو روغتون لېږدول شوى دى.

د يادې چاودنې مسووليت تراوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.