ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر پارلمان او د خليلي پر کور کېدونکي دوه ځانمرګي بريدونه شنډ شول

پر پارلمان او د خليلي پر کور کېدونکي دوه ځانمرګي بريدونه شنډ شول

author avatar
12 Aug 2012 - 09:49
پر پارلمان او د خليلي پر کور کېدونکي دوه ځانمرګي بريدونه شنډ شول
author avatar
12 Aug 2012 - 09:49

کابل ښار (پژواک ٢٢ زمرى ٩١): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د ملي شورا پر ودانۍ او د جمهورى رياست د دويم مرستيال پر کور يې د دوو ځانمرګو بريدونو مخه نيولې ده.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د ملي امنيت د لوى رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې بريد کوونکو غوښتل نن سهار (د زمري ٢٢مه) پر ملي شورا او د جمهوري رياست د دويم مرستيال محمدکريم خليلي پر کور ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

سرچينه وايي، چې د ملي امنيت د لوى رياست مؤظفينو تېره شپه اته نيمې بجې د کابل ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې عمليات پيل کړل، چې دغه عمليات د شپې تر يوې نيمې بجې پورې روان وو او په پايله کې يې د يوه پاکستاني په ګډون پنځه ځانمرګي بريد کوونکي له څو واسکټونو سره په يوه کور کې ونيول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ياد کور څخه بم غورځوونکې وسلې، پيکا، آر پي جي راکټونه، لاسي بمونه، د کلاشينکوف، پيکا او راکټ سلګونه مرمۍ، د ملي اردو څو جوړې جامې، پاکستاني شناختي کارت له يو اندازه پاکستانيو پيسو او د پاکستان د اړيکو شمېرې، چې له پاکستان سره د ترهګرو د اړيکو ښکارندويي کوي، ترلاسه شوي دي.

ملي امنيت  وايي: ((ترهګرو غوښتل، چې نن پر ملي شورا او د جمهوري رياست د دويم مرستيال پر کور ځانمرګي او ځنځيري بريدونه ترسره کړي، چې له  بريدونو مخکې يې پلان کشف او شنډ شو او د ترهګرو په نيولو سره د څو خونړيو پېښو مخه ونيول شوه.))

طالبانو تر اوسه د ملي امنيت د تېرې شپې د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو هغوى د څرخي پله په پېښه کې د خپلو کسانو وژل کېدل رد کړي او هغه يې د ملي امنيت له خوا يو مانور، چې ګواکې غواړي، ځان فعال وښيي، بللى و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.