ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزي له ملا برادر سره د افغاني پلاوي ليدنه رد کړه

داوودزي له ملا برادر سره د افغاني پلاوي ليدنه رد کړه

author avatar
13 Aug 2012 - 12:57
داوودزي له ملا برادر سره د افغاني پلاوي ليدنه رد کړه
author avatar
13 Aug 2012 - 12:57

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩١): په اسلام اباد کې دافغانستان سفير محمدعمر داوودزي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې کوم افغان پلاوي په پاکستان کې له بندي طالب چارواکي ملا برادر سره ليدلي دي.

هغه د زمري په ٢٣مه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نه له کابله راغلي پلاوي او نه هم د افغانستان د سفارت ډيپلوماتانو له ملا برادر سره ليدنه کړې ده.))

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ رايټرز خبري اژانس د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر سپنتا او د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رحمن ملک په حواله خبر ورکړى و، چې يوه افغاني پلاوي له ملا برادر سره په زندان کې کتلي دي.

د رايټرز د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر سپنتا ويلي، چې له ملا برادر سره د افغان پلاوي د ليدنې موخه د سولې د پروسې په اړه د هغه د نظر معلومول و، خو سپنتا په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

خو داوودزى وايي، چې دوى په پاکستاني زندانونو کې د افغاني بنديانو او په ځانګړې توګه د طالبانو د بنديانو د خوشې کولو په موخه هلې ځلې کړې او په دې برخه کې له پاکستاني حکومت سره يې خبرې روانې دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا پاکستان په دې برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې؟ په ځواب کې وويل: ((په دې برخه کې پاکستان کوچنۍ ژمنې کړي، خو داسې نېټه يې نه ده ورکړې، چې دغه بنديان به کله خوشې کوي.))

په اسلام اباد کې دافغانستان سفير وويل، چې د افغاني زندانيانو پوښتنې او د هغوى د خلاصولو لپاره هلې ځلې د سفارت له مهمو دندو څخه دي.

هغه زياته کړه، چې له افغاني زندانيانو سره يې ډېر ځلې ليدنې کړي او د هغوى د خوشې کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

داوودزي يو ځل بيا دا په کلکه رد کړه، چې ګواکې په زندان کې له کوم طالب بندي سره خبرې اترې شوې دي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند معظم خان وړمه ورځ په يو خبري کنفرانس کې د لوړ پوړي طالب بندي ملا عبدالغني برادر د خوشې کولو او افغانستان ته د هغه د سپارلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د بنديانو په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې روانې دي.

راپورونه وايي، چې تېره مياشت کابل ته د پاکستان د لومړي وزير راجا پروېز اشرف د سفر پر مهال افغان چارواکو ور څخه د ملا برادر د سپارلو غوښتنه کړې وه.

ملا برادر، چې د طالبانو د ډلې مرستيال او د کوېټې د شورا مشر و، د ٢٠١٠ زېږديز کال د فبرورۍ په مياشت کې کراچۍ ته په لاره د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوى و، ويل کېدل، چې نوموړي له افغان دولت سره د سولې خبرې اترې پيل کړې وې.

تېره اوونۍ پاکستاني رسنيو خبر ورکړى و، چې پاکستان غواړي د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپل مهم رول لوبولو په موخه ملا برادر خوشې او افغان دولت ته يې وسپاري.

دا په داسې حال کې، چې د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي په پرونۍ خبري ناسته کې په پاکستان کې د طالب بنديانو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د افغانستان حکومت په وار وار له پاکستان څخه د افغاني طالبانو او په ځانګړې توګه د هغوى د مشرانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د ده په وينا، هغه وسلوال طالبان، چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي، کولى شي د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.

د افغانستان حکومت له پاکستانه د ملا برادر د ورسپارلو غوښتنه کړې، خو تر اوسه نه ده منل شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.