ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسلوالو طالبانو يوتن په دار وځړاوه

وسلوالو طالبانو يوتن په دار وځړاوه

author avatar
13 Aug 2012 - 12:31
وسلوالو طالبانو يوتن په دار وځړاوه
author avatar
13 Aug 2012 - 12:31

غزني ښار (پژواک، ۲۳ زمری ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو يوتن د سړي تښتونې په تور په دار وځړاوه.

د غزني د والي وياند سباوون د زمري په ۲۳ مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نن سهار وسلوالو طالبانو يوتن چې څو ورځې وړاندې يې له غزني ښار څخه يو ماشوم تښتولى و،په دار ځړولى دى.

نوموړي زياته کړه: ((دغه کس څه موده وړاندې يو ماشوم تښتولی و او وروسته د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو نيولى و،وروسته طالبانو تېره ورځ د سيمې خلک راټول کړي وو او هغوی ته يې ويلي و، چې موږ دغه کس اعداموو، چې نن سهار يې په يوه ونه پورې راځوړند کړى و.))

د والي وياند په دې اړه نورمعلومات ورنه کړل، چې دغه کس څوک او د چا ماشوم يې تښتولی و.

د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پاچاخان پژواک اژانس ته وويل، چې په دار ځړول شوى تن هزاره و او نور يې په اړه معلومات نه درلودل.

د هغه په وينا، دوى خبر دي، چې دغه تن تښتول شوى ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلى و.

خو د دغې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړی جان محمد بيا وايي، چې د دوى په سيمه کې وسلوالو طالبانو څو ورځې وړاندې دوه کسان نيولي وو، چې يو يې سړي تښتوونکى و او بل يې پوليس و .

د ده په خبره، وسلوالو طالبانو ويل، چې يو يې ماشوم تښتولی او بل يې پوليس دى، چې د دوى په وينا، دواړه به ووژني.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.