کابل (پژواک ،٢٣زمرى ٩١) :ولسمشر حامدکرزى د يوه پلاوي په مشرۍ نن داسلامي همکاريو د سازمان د مشرانو په څلورمه فوق العاده غونډه کې دګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړ .
دغه څرګندونې د ولسمشر وياند ايمل فيضي نن (د زمري په ٢٣مه) پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې .
ده وويل ،چې دغه غونډه په مکه مکرمه کې د زمري په ٢٤ او ٢٥مه جوړيږي .
دده په وينا، چې په دې غونډه کې به د اسلامۍ نړۍ پر حالت ، د مسلمانانو پر يوالي او ستونزو خبرې وشي .
د ولسمشر وياند وويل، چې د نورو مهمو خبرو ترڅنګ به په دې غونډه کې په ځانګړې توګه د سوريې په اوسني حالت هر اړخيزې خبرې وشي .
دده په خبره ،چې په دې غونډه ولسمشر حامد کرزي ته د سعودي عربستان پادشاه بلنه ورکړې ده .
د نوموړي د معلوماتو په اساس ، ولسمشر به د دې سفر پرمهال به عمره هم ادا کړي .
د اسلامي هېوادونو سازمان،داسلامي نړۍ له لويو سازمانونو ګڼل کېږي، چې ٥٧ اسلامي هېوادونه يې غړيتوب لري.
افغانستان په ١٩٦٩ کال کې ددې سازمان غړيتوب خپل کړ.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن