ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اچين کې د افغان او امريکايي سرتېرو ترمنځ نښته شوې

په اچين کې د افغان او امريکايي سرتېرو ترمنځ نښته شوې

author avatar
13 Aug 2012 - 14:30
په اچين کې د افغان او امريکايي سرتېرو ترمنځ نښته شوې
author avatar
13 Aug 2012 - 14:30

جلال اباد (پژواک، ٢٣ زمرى ٩١): سرچينې وايي، چې په ننګرهار کې د ملي پوليسو او امريکايي ځواکونو ترمنځ نښته کې د دواړو لورو يو شمېر سرتېري ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته د پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې دا پېښه نن په اچين ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې، چې په دې نښته کې دواړو لورو ته يو شمېر سرتېري ټپيان شوي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.

خو په دغه ولايت کې يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې د شېرعلي په نوم د ملي پوليسو يوه سرتېري په اچين ولسوالۍ کې پر امريکايي سرتېرو ډزې کړي او دوه يې ټپيان کړي دي.

سرچينې زياته کړه، چې د امريکايي سرتېرو په ځوابي ډزو کې د ملي امنيت يو کارکوونکى ووژل شو او يو پوليس ټپي شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پر امريکايي سرتېرو بريد کوونکى شېرعلي په تېښته بريالى شوى دى.

په کابل کې دايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته منل چې په اچين ولسوالۍ کې داسې پېښه رامنځته شوې ده.

سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په ملکي جامو کې يوه تن پر ايساف سرتېرو ډزې کړې ، خو ددوى دراپورونو له مخې بريد کوونکى د افغان پوليسو غړى و.

ايساف وايي چې په دې بريد کې ددوى سرتېري وژل شوي ،  بريد کوونکى په پېښته بريالى شوى  او دپېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ايساف ځواکونو وياند ګونټر ګيټز نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال پر دا ډول پېښو اندېښنه څرګنده کړه.

هغه زياته کړه، چې د روان زېږديز کال له پيل  راهيسې دا ډول ٢٧ پېښې رامنځته شوي، چې په ترڅ کې يې د ناټو ٣٧ سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي وويل، چې له دې څخه يې ٢٦ بريدونه د افغان ځواکونو له خوا او يو يې د ملي ځواکونو په يونيفورم کې د وسلوالو مخالفينو له خوا ترسره شوى دى.

دا په تېره يوه اوونۍ کې شپږم دا ډول بريد دى، چې د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنيو ځواکونو ترسره کېږي.

تېره اوونۍ د هلمند په دوو بريدونو کې شپږ امريکايي سرتېري ووژل شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.