ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تورخم کې د افغانستان ، پاکستان او بهرنيو ځواکونو د همغږۍ ګډ مرکز جوړيږي

author avatar
13 Aug 2012 - 18:30
author avatar
13 Aug 2012 - 18:30

کابل (پژواک،٢٣زمرى٩١): د ډيورند د کرښې دواړو غاړو ته د امنيتي ستونزو د لرې کولو په موخه په تورخم کې د افغانستان ، پاکستان او  بهرنيو ځواکونو د همغږۍ ګډ مرکز جوړيږي.   

دا څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال فرامرز تمنا نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل ،چې  ډېر ژر به ياد شوى مرکز جوړ شي او په جوړېدو سره به يې د دواړو هېوادونو تر منځ د امنيت په برخه کې همکارى پياوړې او ورسره به اقتصادي پرمختګ هم رامنځته شي.

د هغه دڅرګندونو له مخې،افغانستان غوره بولي،چې ياد شوى مرکز د ډېورندد کرښې افغانستان پلو ته جوړ شي.  

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان هم د ولسي جرګې له مشر سره په ليدنه کې ويلي ، چې له پاکستاني چارواکيو سره يې د ياد شوي مرکز د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي .    

دغه راز د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل ،چې تېره ورځ يې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جان الن سره ليدلي دي .

ابراهيمي زياته کړه: ((ما جان الن ته وويل ، چې پر افغانستان د پاکستان د راکټي  بريدونو  او لاسوهنو مخه ونيسي .))

دده په وينا، الن  په ځواب کې وويل ، چې له پاکستاني چارواکيو سره يې خبرې کړې دي  او په دې سلا شوي ، چې په تورخم کې  د همغږۍ ياد شوى  ګډ مرکز جوړ کړي .

ابراهيمي وايي، الن  دا هم ويلي ، چې له پاکستاني چارواکيو سره پر دې هم هوکړه شوې، چې يوتن افغان جنرال به د پاکستان په يولسمه فرقه کې وګومارل شي ، ترڅو څارنه وکړي ، چې ياد  راکټي بريدونه څوک کوي .

له تېرو دوو کلونو راهيسې پاکستان د افغانستان پر کونړ ولايت او ځينې نورو سرحدي سيمو راکټي بريدونه کوي، چې له امله يي په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېرې کورنۍ يې د خپلې سيمې پرېښودو ته اړ کړې دي .

ابراهيمي وايي،الن ته يې ويلي ،چې د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ  د اوږدمهاله همکاريو د سند پر بنسټ  بايد امريکا د پاکستان د بريدونو مخه ونيسي.

د امريکا او افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو په هوکړه ليک کې متحده ايالتونو ټينګار کړى، چې پر افغانستان هر ډول تېرى د خپلې سختې اندېښنې باعث بولي.

دغه راز په هوکړه ليک کې ويل شوي، چې د دغسې يوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په عاجل ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډپلوماتيکو، اقتصادي او پوځي اقداماتو په شمول،د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کوي.

د ابراهيمي په وينا، که د پاکستان د راکټي بريدونو دمخنيوي په برخه کې امريکا له افغانستان سره مرسته ونه کړي، خلک به د يادو هېودانو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پرسند بى باوره  شي او له دولت سره به واټن پيدا کړي .

په ولسي جرګه کې د خوست استازي ميربت خان منګل هم وويل ،چې پر افغانستان د پاکستان د بريدونو پر وړاندې بايد امريکا له افغانستان سره د شوې هوکړې له مخې عمل وکړي.

 دده په وينا، که امريکا د پاکستان د بريدونو مخه نه نيسي، نو د ستراتيژيکو همکاريو ياد شوى  سند بايد لغوه اعلان شي .

د هغه د څرګندونو له مخې، د پاکستان د راکټي بريدونو موضوع بايد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندې شي او پاکستان پکې يو بريدګر هېواد معرفي شي .

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزيه کوفي وايي ، چې په تېرو څو ورځو کې  پاکستان  شاوخوا٣٠٠  راکټونه پر نورستان ولايت توغولي دي .

دې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته دعوه وکړه ، چې د افغان دولت په چوکاټ کې ځينې پاکستاني جاسوسان شتون لري او دا کار ددې لامل شوى، چې حکومت  د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې خاموشي غوره کړي.

د کوفي په وينا، حکومت بايد هر څه ژر د پاکستان د بريدونو پر وړاندې خپله خاموشي ماته او مخه يې  ونيسي .

 د ولسي جرګې د نړيوالو اړيکو د کمېسيون مشر نور اکبر اکبري نن د جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې تېره ورځ يې ياد کمېسيون ته د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول او د امنيت شورا سلاکار رنګين دادفر سپنتا ورغوښتي وو او په دې اړه يې معلومات ترې وغوښتل.

دده په وينا، زلمي رسول  په دې ناسته کې وويل ،چې د پاکستان د بريدونو د مخنيوي په اړه هر اړخيزې او جدي هڅې روانې دي .

د اکبري د څرګندونو له مخې، د بهرنيو چارو وزير وويل ،چې کېداى شي د يادو بريدونو موضوع د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته هم وړاندې شي.

پژواک خبري اژانس د امنيت شورا ته د پاکستان د بريدونو موضوع د وړاندې کولو په اړه د بهرنيو چارو وزارت د وياند له مرستيال وپوښتل، خو هغه وويل نه غواړي چې دا مهال په دې اړه له رسنيو سره خبرې وکړي. 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.