ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد ورزشي کاروان کابل ته راورسېد

د هېواد ورزشي کاروان کابل ته راورسېد

author avatar
14 Aug 2012 - 12:07
د هېواد ورزشي کاروان کابل ته راورسېد
author avatar
14 Aug 2012 - 12:07

کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩١): د افغانستان ورزشي ډله د لندن د ٢٠١٢ له اولمپيک سياليو نن سهار بېرته کابل ته را ورسېده، چې د زرګونو هېوادوالو او د ورزش د مينه والو له خوا بدرګه او هرکلى يې وشو.

په هرکلي کوونکو کې عام خلک، حکومتي چارواکي او د ملي شورا غړي شامل وو او د کابل له هوايي ډګر څخه د اولمپيک تر کمېټې پورې يې ياده ورزشي ډله بدرګه کړه..

دغه لوبې د روان کال د جولاى په ٢٧مه د څه باندې دوه سوه هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون پيل شوې وې او تېره شپه د زمري ٢٣مه شاوخوا درې بجې پاى ته ورسېدې.

افغانستان د تکواندو، ځغاستې، جودو او بوکس په څانګو کې له شپږو ورزشکارانو سره د لندن په لوبو کې ګډون وکړ، چې تهمينه کوهستانۍ په دغو سياليو کې يواځېنۍ افغانه نجلۍ وه.

په دغو سياليو کې افغانستان د برونز مډال په اخيستو سره د نړۍ په  ٢٠٤ هېوادونو کې يو اتيايم دريځ خپل کړ.  

په يادو سياليو کې افغانستان د برونز مډال په ترلاسه کولو سره ٧٩ مقام ترلاسه کړل.

دغه مډال روح الله نيکپا په ٦٨ کيلوګرامه وزن کې د افغانستان لپاره ترلاسه کړ، خو نثار احمد بهاوي، له دې سره سره چې په لومړۍ سيالي کې په پښه ژوبل شو او په جرئت يې لوبه وکړه، ونه شو کړاى مډال ترلاسه کړي.

نېکپا خپلو پولنډي، افريقايي او برېتانيوي سيالانو ته ماتې ورکړه، خو د خپل ايراني سيال پر وړاندې مات شو.

نېکپا نن سهار د کابل په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل، ډېر خوښ دى چې د لندن د ٢٠١٢ په اولمپيک سياليو کې د برونز مډال اخلي او د افغانستان بيرغ په رپېدا راولي.

هغه زياته کړه، کوښښ کوو د اولمپيک په راتلونکو سياليو کې، چې څلور کاله وروسته په برازيل کې ترسره کېږي، د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.

نوموړي نن خبريالانو ته وويل، چې روغتيايي ستونزې سره سره يې هڅه وکړه، خو د مډال کټونکى نه شو.

هغه زياته کړه: ((وروستۍ هڅې مې وکړې، نصيب چې نه و، نه و، خو دا چې موږ خالي لاسونه را نه غلو، ډک لاس هېواد ته را وګرځېدو، نږدې يو سلو څو هېوادونو مډال وانه خيست، خو افغانستان د مډال لرونکو په ډله کې راغى، زه وياړم او خوښ يم، خو دا چې ما مډال نه دى اخيستى ستونزه نه ده.

بهاوي خپلو مراکشي او نيوزلنډي سيالانو ته ماتې ورکړه، خو د خپلو ارجنټايني او ايټاليوي سيالانو پر وړاندې مات شو.

درې نور ورزشکاران مسعود عزيزي د ځغاستې په رشته کې، اجمل فيض زاده د جودو په رشته کې او اجمل فيصل د بوکس په رشته کې سيالي وکړې، خو کومه لاسته راوړنه يې نه درلوده.

همدارنګه تهمينې کوهستانۍ د ځغاستې په رشته کې سيالي وکړه، خو لاسته راوړنه يې نه درلوده.

د اولمپيک ملي کمېټه او خلک وايي، د نورو هېوادونو له ورزشکارانو سره، چې د اولمپيک پخواني مډال اخيستونکي  او وتلي ورزشکاران دي، د افغان ورزشکارانو په ځانګړې توګه د تهمينې کوهستانۍ ګډون د افغانستان لپاره يوه لاسته راوړنه بلل کېږي.

د اولمپيک د ملي کمېټې رييس محمد ظاهر اغبر په دغو سياليو کې د افغان ورزشکارانو بريا مبارکي وايي، له خلکو او دولتي چارواکو يې وغوښتل، چې د خپلو ورزشکارانو ډېر ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري رياست د حکم له مخې، د لندن ٢٠١٢ اولمپيک سياليو څخه هېواد ته د ورزشي ډلې د راستنېدو د هرکلي کمېټۀ جوړه شوې ده.

د لندن ٢٠١٢  اولمپيک سيالۍ د امريکا په اتلولۍ د لسګونه زره ورزشکارانو او نندارچيانو په حضور کې پاى ته روسېدې.

امريکا د لندن ٢٠١٢ اولمپيک سياليو کې د سروزو د ٤٨ مډالونو په ترلاسه کولو سره اتلولي ته ورسېده او د چين ريکارډ يې، چې د اولمپيک د ٢٠٠٨ کال په سياليو کې يې اتلولي درلوده، مات کړ.

چين په دغو سياليو کې د سرو زرو ٣٨ مډالونه، انګلستان ٢٩ او روسيې ٢٤ مډالونه ترلاسه کړل او په ترتيب سره يې دويم ، درېيم او څلورم ځايونه ترلاسه کړل.

د يادونې ده چې په ٢٠١٦ کال کې به د اولمپيک د سياليو کوربه برازيل وي. دغه سيالۍ د هغه هېواد په ريودوژانيرو ښار کې ترسره کېږي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.