ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې يو شکمن ځانمرګى بريد کوونکى ووژل شو

author avatar
15 Aug 2012 - 18:32
author avatar
15 Aug 2012 - 18:32

کندوز-فراه (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): امنيتي چارواکو په کندوز ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد کوونکي د وژلو او په فراه کې د درېيو ماين اېښودونکو د نيولو خبر ورکړى دى.

د کندوز د ا منيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد کوونکى نن (د زمري ٢٥مه) سهار شپږ بجې غوښتل د امام صيب ولسوالۍ د تازګذر په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو نظامي قرار ګاه ته ننوځي او ځانمرګى بريد وکړي.

حسيني زياته کړه، چې هغه هدف ته له رسېدو مخکې د پوليسو له خوا وپېژندل شو او د ځانمرګي بريد واسکټ يې په ډزو کې والوت.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول وايي، چې په دې پېښه کې يواځې بريد کوونکى له منځه تللى او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده، چې تېر ماښام د دشت ارچي ولسوالۍ په بازار کې له چاودېدونکو توکو د يوه ډک موټرسايکل په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ١٤ ملکي کسان ووژل شول او څه باندې ٣٦ نور ټپيان شول.

له بلې خوا په فراه ولايت کې درې ماين اېښودونکي ونيول شول.

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درې تنه په بالابلوک ولسوالۍ  کې (د فراه-هرات پر لويه لاره) د ماين په اېښودلو بوخت وو، چې د ماښام له لمانځه وروسته د ملي اردو د سرتېرو له خوا ونيول شول.

د بالابلوک ولسوال سيدمحمد وايي، چې هغوى د بالابلوک  د شېوان په سيمه کې د عمومي سړک پر سر د امنيتي کاروانونو د په نښه کولو په نيت ماينونه اېښودل، چې څو ماينونه هم ترې ترلاسه شوي دي.

وحيد الله او ذهين

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.