ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اووه بهرني او درې افغان سرتېري د چورلکې دغورځېدو له امله ووژل شول

اووه بهرني او درې افغان سرتېري د چورلکې دغورځېدو له امله ووژل شول

author avatar
16 Aug 2012 - 16:39
اووه بهرني او درې افغان سرتېري د چورلکې دغورځېدو له امله ووژل شول
author avatar
16 Aug 2012 - 16:39

کابل،کندهار ( پژواک ٢٦ زمرى ٩١ ) : په کندهار ولايت کې د ايساف ديوې چورلکې د غورځېدو له امله لس تنه کورني او بهرني سرتېري او يو افغان ژباړن وژل شوي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د زمري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار دافغانستان په سوېل کې  يې يوه چورلکه را غورځېدلې ده.

بلخوا ددغو ځواکونو لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې پېښه کې چې نن د افغانستان په سوېل کې رامنځته شوې ده، د ايساف څلور ، درې امريکايي سرتېري او درې افغان سرتېري له يوه افغان ژباړن سره وژل شوي دي.

ايساف ويلي ،چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

ايساف په دې پېښه کې د نورو وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په  ډاګه کړى، خو بايد وويل شي چې په سوېل کې د ايساف نور اسټراليايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم پژواک اژانس ته وويل، چې په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې دايساف يوه چورلکه راغورځېدلې، خو نور معلومات يې نه درلودل.

وسلوالو طالبانو ددې پېښې مسووليت پرغاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل ،چې دا چورلکه نن سهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ د چنارتو په سيمه کې هغه مهال وويشتل شوه، چې په سيمه کې يې عمليات ترسره کول.

هغه زياتوي ،چې چورلکه په راکټ ويشتل شوې، په هوا کې يې اور اخيستى او بيا په ځمکه را وغورځېده.

طالبانو پرون هم په شاه وليکوټ کې ديوې چورلکې د را غورځولو ادعا کړې وه، خو ايساف دغه ادعا رد کړې وه.

يادو بهرنيو سرتېرو وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې وژل شويو سرتېرو ٢٩٧ تنو ته ورسېده.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.