کابل (پژواک،٢٦زمرى ٩١) : د ميدان وردګو ولايت د ملي امنيت يو افسر د ماين شنډولو پرمهال په چاودنه کې ووژل شو.
د ملي امنيت يوې سرچينې ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ،د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دغه پېښه تېره ورځ د ميدان ښار اړوند له سره پله سيمې سره رامنځته شوه.
سرچينې وويل ، چې د ملي امنيت کارمند ډګروال محمدظاهر نوميده او د ماينونو د شنډولو په برخه کې يې ځانګړى مهارت درلود.
يادې سرچينې زياته کړه ، چې کله دغه کارمند يو ځاى پرځاى شوى ماين شنډ کړ ، دويم يې شنډاوه ، چې چاودنه رامنځته شوه او دغه کارمندپه کې ووژل شو .
د بريالي په نامه د سيمې يوتن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه پېښه د ميدان ښار اړوند له زراعت لېسې سره نږدې رامنځته شوې ده .
هغه زياته کړه ، چې دى ددغه ماين د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نلري .
تراوسه پورې ددغې پېښې په اړه د ميدان وردګو ولايت چارواکيو څه نه دي ويلي.
ددولت وسلوالو مخالفينو هم تر دې مهال پورې په دې اړه څرګندونې نه دي کړي .
دغه پېښه تېره ورځ په داسې مهال رامنځته کيږي، چې پرون مازيګر مهال ددولت وسلوالو مخالفينو پر ميدان ښار هم درې توغندي توغولي و ، چې له امله يې چا ته مرګ ژوبله نه وه اوښتې .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن