جلال اباد ( پژوک ٢٧زمرى ٩١ ) : په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو دلومړي زون قوماندانۍ درستيزوال له يوې چاودنې روغ ووت .
دا پېښه نن سهار د( زمري په ٢٧مه) د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ دسرخکانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو دلومړي زون قوماندانۍ درستيزوال سمونوال ايوب حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دى له جلال اباد ښار څخه خپل کور ته روان و، چې په ياده سيمه کې يې پر موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، چې دى او ساتونکي يې له دې چاودنې روغ وتلي ، خو يو تن لاروى په دې پېښه کې ټپي شوى دى.
نوموړى وايي ،چې ټپي وګړى د امنيتي ځواکونو لخوا روغتون ته لېږدول شوى دى.
د لغمان دامنيه قوماندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال عبدالصبور الله يار پېښه تاييد کړه او ويې ويل ، چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې ايوب حسين خېل د روان لمريز کال په لومړيو کې په جلال اباد ښار کې ديوې چاودنې له امله له خپلو دوو سرتېرو سره ټپي شوى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن