ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يو هوايي بريد کې ٥٢ وسلوال طالبان ووژل شول

په يو هوايي بريد کې ٥٢ وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
18 Aug 2012 - 18:06
په يو هوايي بريد کې ٥٢ وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
18 Aug 2012 - 18:06

جلال اباد ( پژواک ٢٨ مه زمري ٩١) :د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې له غرمې وروسته ددغه ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې د دولت ٥٢ تنه وسلوال مخالفين په يو هوايي بريد کې ووژل شول.

د چپې درې امنيه قوماندان نجيب الله پژواک خبری اژانس ته وويل؛ چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسلوالو مخالفينو د حسين زيو په کلي کې د يوې کورنۍ شخړې څلور تنه تورن له ځانه سره بيول.

امنيه قوماندان ووويل، چې ماسپښين يوه بجه د ناټو ځواکونو الوتکو په دغو وسلوالو هوايي بريد وکړ، چې په پاېله کې يې د څلور تنوو نيول شوو ملکي وګړو په ګډون ٥٢ تنه ووژل شول.

قوماندان نجيب الله وويل؛ چې په دغه هوايي بريد کې دولتي سرتيرو او عام ملکي وګړو ته د سر زيان نه دى اوښتى.

نوموړي زياته کړه؛ په هوايي بريد کې د اته ويشتو وسلوالو جسدونه پيژندل شوي، او پاتې نور يې سوځيدلي دي.

نوموړی وويل، په وژل شوو کې د طالبانو ١٣ تنه سرګروپان هم شامل دي.

يو تن طالب قوماندان دوران پژواک ته په خپلو ملګرو هوايي بريد تاييد کړ او تلفات يې هم منلي دي، ولې د دقيقو تلفاتو شمیره د ورکولو يې ډډه وکړه.

د سيمې يو قومي مشر چې له نوم له ښودلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل؛ چې په وژل شوو طالبانو کې د چپې درې لپاره نومول شوى ولسوال نورمحمد او نومول شوى قوماندان عتيق هم شامل وو.

په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر لا پدې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل؛ د نن ورځې په هوايي بمبار کې دده ١٣ تنه ملګري وژل شوي او ٩ تنه ټپيان شوي دي.

تر دې دمه لا د خبر نور جزييات نه دي تر ګوتو شوي.

درې ورځې وړاندې په دانګام د پاکستاني ځواکونو د بريد او قومي ملاتړ څخه وروسته دا لومړى ځل دى چې په دغه ولايت کې ناټو افغان ځواکونه د ګڼ شمير طالبانو د وژلو دعوه کوي.

 

 

 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.