ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د هېواد د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه

په کابل کې د هېواد د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه

author avatar
18 Aug 2012 - 14:51
په کابل کې د هېواد د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه
author avatar
18 Aug 2012 - 14:51

کابل (پژواک ٢٨ زمرى ٩١): د هېواد د خپلواکۍ ٩٣مه کاليزه د ولسمشر له خوا د استقلال د څلې ډډې ته د ګلو د ګېډۍ په اېښودلو سره په ډېره کمرنګه توګه ونمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې ولسمشر کرزي، په داسې حال کې چې د ملي دفاع د سرپرست وزير له خوا بدرګه کېده، د درناوي په ډول، د دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ د څلي ډډې ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.

په دغو مراسمو کې، چې نن (د زمري ٢٨مه) د لوړپوړو دولتي چارواکو، د بهرنيو هېوادونو د سفيرانو او استازو په ګډون جوړ شول، ملي سرود په داسې حال کې وغږول شو، چې تشريفاتي ګارډ هم په منظمو ليکو کې ولاړ وو او حاضرينو د افغانستان د خپلواکۍ د اتلو شهيدانو د ياد په موخه د هغوى درناوى ادا کړ.  

د هېواد د خپلواکۍ د ٩٣مې کاليزې د نمانځنې له مراسمو د پژواک خبريال خبر ورکوي، د خپلواکۍ څلى، چې د ملي دفاع وزارت په ساحه کې دى، د لوړو شخصيتونو او قهرمانانو په تصويرونو، چې په ورستيو څو لسيزو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړى، ښکلى شوى و.

ولسمشر کرزي د خپلواکۍ تر څلي لاندې د ګلو د ګېډۍ تر اېښودلو وروسته په خپله لنډ وينا کې دغو تصويرونو ته په اشارې وويل: ((د افغانستان د شهيدانو د عکسونو په ليدلو ډېر خوښ شوم، چې د افغانستان د خلکو د بېلابېلو دورو د سرښندنو، قربانيو او شهادتونو اړوند دي.))

نوموړي له رسنيو وغوښتل، څو دغه عکسونه، چې د افغانستان د خلکو د سرښندنو څرګندونه کوي، خلکو ته وښيي، څو خلک وپوهېږي چې افغانستان څومره قربانۍ ورکړې دي.

کرزي وويل، چې دغه کار په هېواد کې د ملي روحيې د پياوړتيا او د خپلواکۍ غوښتنې د پياوړتيا، د يووالي او اتفاق لپاره ډېر مهم دى.

هغه زياته کړه، هغه ځوانان چې له پخوا د خپل هېواد د تاريخ په اړه معلومات نه لري، دغه عکسونه کولاى شي هغوى ته د خپل هېواد تاريخ مجسم کړي، په ليدلو يې ووياړي او د هېواد د راتلونکي لپاره کار وکړي.

د يادونې ده، په تېرو کلونو کې به د خپلواکۍ ورځ په ډېرو شانداره مراسمو نمانځل کېده، خو څلور کاله مخکې چې کله د عيدګاه جومات مخې ته د خپلواکۍ مراسم د وسلوالو مخالفينو د بريد له امله ګډوډ شول او ولسمشر کرزي او نورو ګډونوالو دغه جشن پرېښود، له هغه وروسته دغه ورځ ډېر کمرنګه او پيکه نمانځل کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.