ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اختر په ورځو کې ډېر خوراک روغتيايي ستونزې زېږوي

د اختر په ورځو کې ډېر خوراک روغتيايي ستونزې زېږوي

author avatar
19 Aug 2012 - 13:29
د اختر په ورځو کې ډېر خوراک روغتيايي ستونزې زېږوي
author avatar
19 Aug 2012 - 13:29

کابل (پژواک ٢٩ زمرى ٩١): د روغتيايي چارو متخصصين خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د اختر ورځو کې دې زيات خوراک نه کوي؛ ځکه چې د روغتيايي ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

د رواني ناروغيو متخصص او د ولسمشر کرزي روغتيايي سلاکار ډاکټر فيض الله کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روژې د مبارکې مياشتې په اوږدو کې د وينې کولسترول کمېږي.

هغه وويل، چې د وينې د کولسترول کمېدل د زړه او دماغ د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي، خو د روژې په مياشت کې د بدن استقلاب (د انرژي د توليد لپاره هضم او غذايي توکو د مصرفولو وړتيا) هم کمېږي.

سرچينې زياته کړه، چې د اختر په ورځ کې زيات خوراک، له دې امله د بدن استقلاب کموي، چې د وينې د کولسترول او په پايله کې د وزن د زياتېدو لامل کېږي.

هغه زياته کړه: “نو زما سپارښتنه دا ده، چې له روژې وروسته تر يوې اونۍ کم خواړه وخوړل شي، په ځانګړې توګه له ډېرو غوړو او خوږو خوړلو څخه بايد ډېره کمه ګټه واخيستل شي.”

 همدارنګه کاکړ سپارښتنه وکړه، چې له اختره وروسته بايد تر يوې اونۍ پورې د درېيو پر ځاى څلور يا پنځه ځلي کم کم خواړه وخوړل شي.

 هغه زياته کړه: “په ورځ کې ډېر ځلې د خوړو اخيستل د دې لامل کېږي، چې د بدن استقلاب په تدريج لوړ شي او په کمه اندازه د خوړو اخيستل د شحم له رسوب او چاغېدو څخه مخنيوى کوي. “

 هغه زياته کړه، چې د زياتو خوړو کارول په هېڅ وخت کې د انسان د روغتيا په ګټه نه دي.

 همدارنګه د عامې روغتيا د ملي انسټيټيوټ عمومي رييس پوهندوى بشير احمد نورمل د ډاکټر کاکړ د خبرو په تاييد سره وويل، چې معده د روژې د مياشتې په اوږدو کې د استراحت حالت غوره کوي او د اختر په ورځو کې بايد زيات خوراک ونه شي.

 د هغه په وينا، که چېرې يو څوک د روژې له ختمېدو وروسته په اختر کې زيات خوراک وکړي، پر معدې فشار راځي او د سوء هاضمې ستونزه ورته پيدا کېږي.

 همدارنګه نوموړي وويل، چې د روژې په مياشت کې د وينې کولسترول او شکر کمېږي او که چېرې د اختر په ورځو کې زيات خوراک وشي، کېداى شي د وينې کولسترول او شکر بېرته لوړ شي.

 د هغه په وينا، زيات خوراک په هر وخت کې ښه نه دى او له غوړو او خوږو خوراکونو څخه بايد کمه استفاده وشي.

  هغه خلکو ته سپارښتنه وکړه، چې له کېک، کلچو او جلبيو څخه، چې بوره او غوړ لري، زياته استفاده ونه کړي؛ ځکه چې د دې ډول خوړو هضم د معدې لپاره ستونزمن دى.

 نورمل زياته کړه: “پخوا به په افغانستان کې خلک د انتاني ناروغيو له امله مړه کېدل، خو له بده مرغه په دې وروستيو کې د ترسره شوې سروې له مخې، په لويانو کې د مړينې ډېرى پېښې د سرطاني، قلبي او شکر ناروغيو له امله دي.”

 د هغه په وينا، څېړنې ښيي، چې زيات خوراک او د بورې، مالګې او غوړو زيات کارول په يادو ناروغيو د اخته کېدو يو لامل دى.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.