مهترلام(پژواک،٢٩زمرى٩١): د لغمان ولايت سيمه ييز چارواکي ددغه ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د درېيو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک نن د( زمرى په ٢٩ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېر ماښام د اليشنګ ولسوالۍ په ګلباغچه سيمه کې د افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دوى پلان درلود، چې د کوچني اختر په لمانځه او يا نورو ورځو کې په يو لړ ورانکارو کړنو لاس پورې کړي.
ځواک وايي، په دغو عملياتو کې ، چې د ورانکارو په يوه پټنځاى کې ترسره شول، يو بل وسلوال ژوندى نيول شوى دى.
د يادونې ده، چې د فارياب ولايت سيمه ييزو چارواکو ويلي، دوو موټر سايکل سپرو، چې غوښتل يې نن د قيصار ولسوالۍ په دوو جوماتونو کې چاودنې ترسره کړي، مخکې له دې چې خپلې موخې ته ورسيږي، تېر ماښام په موټر سايکل کې د چاودېدونکو توکيو د چاودنې له امله وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې مهاله ددغو دوو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن