ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چاريکارو کې لګېدلى اور ووژل شو

په چاريکارو کې لګېدلى اور ووژل شو

author avatar
20 Aug 2012 - 15:48
په چاريکارو کې لګېدلى اور ووژل شو
author avatar
20 Aug 2012 - 15:48

چاريکار( پژواک ٣٠ زمرى ٩١): د ماشومانو لخوا د پټاقيو د کارولو له امله د پروان په مرکز چاريکارو کې د ليلاميو په ١٥ هټيو او يوه کور کې لګېدلي اور شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ زيان اړولى دى .

د مسرور په نوم له يادو هټۍ والو څخه يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه اور له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه ولګېد او له غرمې وروسته تر درېيو بجو او ٤٥ دقيقو يې دوام درلود.

هغه وويل ، چې د ٣٠٠ زره افغانيو په ارزښت دده ليلامي توکي لکه پردې او نور د اور خوراک شوي او کېداى شي د دې اورلګېدنې له امله ټول تر دوه ميليونه افغانيو زيات زيان اوښتى وي.

د چاريکارو اوسېدونکي او عيني شاهد حبيب الله د دې اورلګېدنې د علت په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې يو شمېر ماشومانو د ليلاميو په يادو هټيو کې پټاقى الوځولې ، چې له امله يې په يوه هټۍ کې اور ولګېد او وروسته نورو هټيو او ياد شوي کور ته ورسېد.

دده په وينا، اطفايه له اورلګېدنې نيم ساعت وروسته د پېښې ځاى ته ورسېده.  

هغه هم وايي،  چې اور لګېدنې ځاني زيان نه دى اړولى ، خو کېداى شي له امله يې  شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى وي.

دده په وينا، هټۍ والو د اور د شدت او سخت دود له امله ونه شو کړاى ، چې خپل مالونه له هتيو وباسي ؛خو له ياد شوي کور څخه يو څه مال ايستل شوى دى .

 هټۍ وال مسرور له امنيي چارواکيو غواړي ، چې په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د مخنيوي په موخه د پټاقيو د کارولو مخه ونيسي.

د پروان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر جنرال ضياالرحمن فايض سيدخېلي وايي، چې امنيه قومانداني به په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه ټولې هغه هټۍ وتړي چې پټاقى پلوري.

په کابل ښار کې هم ماشومان د اختر په ورځو کې پټاقى الوځوي.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ ، له اختر نه مخکې له ټولو کورنيو وغوښتل ، چې ماشومان يې د پټاقيو او نورو انفلاقي توکيو  له کارولو منع کړي، خو سره له دې هم د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د پټاقيو غږونه اورېدل کيږي.

Visits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.