ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر امريکايي سرتېرو د بريد له امله د سپين بولدک امنيه قومندان له دندې ګوښه شو

author avatar
21 Aug 2012 - 16:40
author avatar
21 Aug 2012 - 16:40

کندهار (پژواک د زمري ٣١مه، ١٣٩١) : د کندهار ولايت امنيتي چارواکيو د سپين بولدک ولسوالۍ امنيه قومندان تر هغه وروسته له خپلې دندې لېري کړ، چې په دغې ولسوالۍ کې يوه پوليس پر بهرنيو سرتېرو وسله وال بريد تر سره کړ.

 

دغه بريد وړمه ورځ د شپې ناوخته د سپين بولدک ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ کې د يوه افغان پوليس له خوا وشو، چې پکې يو بهرنى سرتېرى ووژل شو، يو بهرنى سرتېرى او يو افغان ژباړن ټپيان شول.

 

د بهرنيو سرتېرو په ځوابي ډزو کې وروسته افغان سرتېرى هم ووژل شو.

 

د همدې پېښې په تړاو نن د سپين بولدک ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال ګل محمد له خپلې دندې ګوښه شو.

 

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، سمونوال ګل محمد له تېر يوه کال راهيسې د سپين بولدک ولسوالۍ امنيه قومندان و، خو مخکې يې د تخته پُل ولسوالۍ د امنيه قومندان په توګه دنده تر سره کوله.

 

هغه زياته کړه: ((د سپين بولدک امنيه قومندان له دې امله له خپلې دندې ليري کړل شوى، چې د خپلو پوليسو په ليکو کې يې د مشکوکو وګړو مخه نه وه ډب کړې او د دغه وسله وال بريد مخنيوى يې و نه کړاى شو.))

 

د نوموړي په وينا، له امنيه قومندان څخه به د وروستۍ پېښې په اړه نورې پلټنې هم کېږي او که مجرم ثابت شو، نو د هېواد له پوځي قانون سره سمه سزا به ورکړل شي.

 

په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر بهرنيو سرتېرو د افغان سرتېرو وسله وال بريدونه زيات شوي، خو دا لومړى ځل دى، چې د دغسې يوې پېښې په تړاو يو افغان امنيتي چارواکى له دندې ګوښه کېږي.

 

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله راهيسې د هېواد به بېلابېلو سيمو کې د ۳۰ دا ډول بريدونو له امله ۴۰ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېري يې امريکايي دي.

 

تېره ورځ دامريکا لوی درستيز جنرال ډيمپسي په کابل کې د دغه ډول بريدونو په اړه له ايتلافي جنرالانو سره وکتل او دغه راز د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا هم وړمه ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ټيليفوني اړيکه کې ددې بريدونو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

 

د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم پر خپلو سرتېرو د افغاني ځواکونو پر وروستيو بريدونو اندېښنه ښودلې او هيله يې څرګنده کړې، چې ډېر ژر به د دغو بريدونو کچه ټيټه شي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.