ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نورستان کې اوس هم ځنګلونه وهل کېږي

په نورستان کې اوس هم ځنګلونه وهل کېږي

author avatar
21 Aug 2012 - 11:31
په نورستان کې اوس هم ځنګلونه وهل کېږي
author avatar
21 Aug 2012 - 11:31

جلال اباد (پژواک ٣١زمرى ٩١): د نورستان ولايتي شورا او ولسي وګړي وايي، چې اوس هم د دغه ولايت ځنګلونه په بې سرپې ډول وهل کېږي او چارتراش يې پاکستان ته ځي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي عنايت الرحمن مذهبيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځينو زورواکانو له خوا اوس هم د دغه ولايت ځنګلونه په ډېرې بېرحمۍ وهل کېږي.

هغه زياته کړه، چې له دغو لرګيو چارتراش جوړېږي او بيا يې قاچاقبران په رڼا ورځ د اوښانو او کچرو په واسطه د کامدېش او د کونړ په لارو پاکستان ته اړوي.

مذهبيار وايي، چې څو څو ځلې يې دغه ستونزه له سيمه ييزو ارګانونو، کورنيو چارو وزارت او کرنې وزارتونو سره شريکه کړې، خو کومه ښه لاسته راوړنه يې نه درلوده.

نوموړي وويل، چې د دغه ولايت د وانټ وايګل، کامدېش، برګمټال او يو شمېر مرکزي سيمو ځنګلونو ته پاکستاني سوداګر راځي او د کليوالو له خلکو په کمه بيه ځنګلونه اخلي.
د هغه په وينا، د دغو کسانو له خوا ځنګلونه په برېښنايي ارو غوڅېږي او بيا يې په پټو لارو پاکستان ته لېږدوي.

د ختيځ نورستان يوه قومي مشر ډګروال جميل پژواک اژانس ته وويل، چې په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې ګڼ شمېر ځنګلونو د بريښنايي ارو په وسيله پرې کېږي.

هغه هم وويل، چې دغه ځنګلونه د سيمې د ځينو زورواکانو او قاچاقچيانو له خوا وهل کېږي، خو ډګروال جميل د چا نوم وانه خيست.

نوموړى وايي، چې د ځنګلونو په وهلو سره، نه يواځې چاپېريال زيانمن کېږي بلکې د بارانونو او سېلابونو پر مهال خلک له ډېر مالي او ځاني زيانونو سره هم مخ کېږي.

ډګروال جميل د دغه ولايت له چارواکو او مرکزي دولت څخه وغوښتل، چې د ځنګلونو د وهلو او پاکستان ته يې د قاچاق مخه ونيسي.

خو د نورستان د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير جعفر خان اميرزي دغه څرګندونې بې بنسټه بولي او زياتوي، چې هېڅوک نه شي کولى په ناقانونه توګه د دغه ولايت ځنګلونه غوڅ کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د قومي تړون پرمټ يې، رياست يواځې هغو خلکو ته د ځنګلونو د ونو وهلو اجازه ورکوي، چې د سون توکو لپاره د ځنګله له وچو ونو څخه کار واخلي.

د نورستان والي تميم نورستانى وايي، چې په دغه ولايت کې د امنيتي تشکيلاتو د کمښت له امله د ځنګلونو د وهلو مخه نه شي نيول کېداى.

هغه پژواک ته وويل، چې د ولايت په تېره دوره کې يې هم له کورنيو چارو او کرنې وزارتونو غوښتې وو، چې د ننګرهار د فارمونو په څېر دې د نورستان ځنګلونو ته هم د ځنګل ساتنې کنډکونه او ټولي ورکړي.

نورستاني زياته کړه، سره له دې چې تر ډېره بريده د ځنګلونو وهلو مخه نيول شوې ده، بيا هم له دولته غوښتنه کوي، چې دغه ولايت ته دې د ځنګلونو ساتنې لپاره اضافه تشکيل ورکړي.

د نورستان امنيه قوماندان غلام الله نورستاني پژواک ته وويل، چې د تېرې دوشنبې په ورځ په مرکز پارون کې د اوو ارګانونو په ګډون يو کمېسيون جوړ شوى، چې موخه يې د ځنګلونو له وهلو کلکه څارنه او مخنيوى دى.

د هغه په وينا، په دغه کمېسيون کې د ولايت مقام، د کرنې رياست، امنيه قومانداني، ملي امنيت، څارنوالۍ، حقوق او محاکم غړيتوب لري.

غلام الله زياتوي، چې له درېيو لسيزو راهيسې د کامدېش او برګمټال د تيتيګل، ګوردېش، ساريد او بازيګل ځنګلونو د ګاونډي هېواد په لمسونه وهل شوي، چې اوس يې د سيمې خلک په زيانونو پوه شوي او هر کال يې اورښتونه او سېلابونه له درنو ځاني او مالي زيانونو سره مخ کوي.

نوموړي وويل، چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې وهل شوو ځنګلونو ګڼ شمېر بېخونو بيا سر راپورته کړى او هيله من دي، چې د ولسونو په ساتنې او ملاتړ به تر ډېره بيا پر ځنګلونو پوښلي غرونه زرغونه شي.

قوماندان وويل، له راتلو وروسته يې په بشپړه توګه د ځنګلونو وهلو او چارتراشو لېږدولو مخه نيولې ده.

د يادونې ده، چې د نورستان ځنګلونه او قيمتي ډبرې له لسګونو پليو لاريو څخه له هر ډول ګمرکي محصول پرته پاکستان ته وړل کېږي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د ختيځ نورستان نا امني دغه قاچاق ته ښه لاره برابره کړې ده.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.