ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کونړ بيا د پاکستان له خاورې بريدونه شوي

author avatar
24 Aug 2012 - 15:47
author avatar
24 Aug 2012 - 15:47

اسعد اباد (پژواک ٣ وږى ٩١): د کونړ چارواکي وايي، چې پر دغه ولايت د پاکستان له خاورې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩١ د توپچي بريدونه شوي دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د وږي په ٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د کونړ ولايت پر دانګام ولسوالۍ ٩١ د توپچي بريدونه شوي دي.

نوموړى زياته کړه، چې د يادو توپچي بريدونو مرمۍ د دانګام ولسوالۍ پر بېلابېلو سرحدي سيمو کې لګېدلې دي.

د ده په خبره،په يادو توپچي بريدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د سيمې اوسېدونکو ته يې مالي زيان اړولى دى.

د مزمل په نوم د دانګام ولسوالۍ يوه اوسيدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د توپچي بريدونو له وېرې خلک خپلو کروندو ته  نه شي ورتللى.

نوموړى وايي، چې که د دغه بريدونو مخنيوى ونه شي، د دې امکان شته، چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

هغه له نړيوالو ځواکونو او له افغان دولت څخه د دغو بريدونو په مخنيوي کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د پاکستان له لوري پر کونړ ولايت باندې د توپچي بريدونو په غبرګون کې د وږي په لومړۍ نيټه  د دغه ولايت سلګونو قومي مشرانو او ديني علماوو د يوې سترې غونډې په ترڅ کې له دولت څخه د پاکستانيو بريدونو پر وړاندې د کلک غبرګون غوښتنه وکړه.

د يادونې  ده، چې له تېرو شاوخوا درېيو مياشتو راهيسې د پاکستانيو ځواکونو لخوا د کونړ ولايت پر بېلابېلو سرحدي ولسواليو بريدونه کېږي، چې تر اوسه تر ٣٠ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان دولت په دې اړه ګڼ غبرګونونه ښودلي، خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده ورکړې، ولسي جرګې د کونړ د بريدونو په غبرګون د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيران هم سلب صلاحيت کړل.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.