ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان او هالنډ له افغانستان سره په مشروط ډول مرستې کوي

المان او هالنډ له افغانستان سره په مشروط ډول مرستې کوي

author avatar
25 Aug 2012 - 14:39
المان او هالنډ له افغانستان سره په مشروط ډول مرستې کوي
author avatar
25 Aug 2012 - 14:39

کندوز (پژواک ٤ وږى ٩١): د المان او هالنډ د اقتصادي همکاريو د پراختيا وزيرانو له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د خپلو هېوادونو مرستې مشروطې وبللې.

د کندوز والي محمد انور جګدلک نن (د وږي ٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د المان او هالنډ د اقتصادي همکاريو د پراختيا وزيرانو ډيرک نيبل ( Dirk Niebel ) او بين کنپي Ben Kinpe   تېره ورځ له کندوز څخه د ليدنې پر مهال وويل، چې دغه مرستې به د کندوز په ګډون په افغانستان کې ملکي برخې ته ځانګړې وي.

خو هغه په ډاګه کړه، چې دغو دوو وزيرانو وويل، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به يې د هېوادونو مرستې د بُن کنفرانس له مخې په روڼتيا، له اداري فساد سره په مبارزې او ښې حکومتدارۍ پورې اړه ولري.

د کندوز والي زياته کړه، چې هغه له دغو دوو وزيرانو سره په ليدنه کې د دغو دوو هېوادونو له مرستې مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د ښې حکومتوالۍ او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې به جدي اقدامات وکړي.

جګدلک زياته کړه: “موږ له اداري فساد سره په مبارزې، د عدالت تطبيق او ښې حکومتوالۍ په برخو کې نړيوالې ټولنې او خپلو خلکو ته ژمن يو او انشاءالله ښې پايلې به ولرو.”

دى وايي، چې ده د المان او هالنډ له وزيرانو نه وغوښتل، څو د لېږد د پروسې د ښې ترسره کېدو لپاره په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونه زيات تجهيز کړي او ښه روزنه ورکړي.

د هغه په وينا، دغو دوو وزيرانو ژمنه وکړه، هڅه کوي، چې تر ٢٠١٤ کال پورې د افغان امنيتي ځواکونو پر پياوړي کولو زيات تمرکز وکړي، خو له ٢٠١٤ کال وروسته به يې مرستې يواځې په ملکي برخه کې وي.

د المان او هالنډ وزيرانو کندوز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د علي آباد ولسوالۍ د څارنوالۍ او حقوقو د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

د کندوز والي وايي، چې د شپږو ولسواليو د حقوقو او څارنوالۍ ادارو او د کندوز ښار د عدليې رياست لپاره جلا ودانۍ جوړېږي، چې ټاکل شوې کار يې په ٩ راتلونکو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخيستو ته وسپارل شي.

هغه وويل، چې د دغو پروژو ټوليز لګښت څه باندې يو ميليون او ٦٠٠ زره امريکايي ډالر کېږي، چې پيسې يې د هالنډ له خوا ورکول کېږي او د المان په تخنيکي مرسته پر مخ بيول کېږي.

المان په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې نږدې ٤٨٠٠ سرتېري لري، چې ډېرى يې په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې مېشت دي او تر اوسه يې ٥٣ سرتېري وژل شوي دي.

هالنډ هم په کندوز ولايت کې د ايساف په چوکاټ کې ٥٠٠ سرتېري لري، چې د پوليسو د روزنې په برخه کې بوخت دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.