ميمنه (پژواک، ٤ وږى ٩١): سلګونو تنو د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې لاريون وکړ او د جهادي شخصيتونو او مشرانو د وژلو د عاملينو د نيولو غوښتنه يې کوله.
لاريون کوونکو وويل، په داسې حال کې چې فارياب د امنو ولايتونو په ډله کې و، خو د روان کال په ترڅ کې په دغه ولايت کې د پخوانيو جهادي قوماندانانو او مشرانو په ګډون څه باندې سل تنه وژل شوي او ټپيان کړاى شوي دي، خو دولت تر اوسه د هغوى د پېژندلو او نيولو په برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى.
هغوى د ولسي جرګې د پخواني غړي احمد رحماني او پخواني جهادي قوماندان محمد عيسى، چې د روژې په مبارکه مياشت کې د وسلوالو کسانو له خوا ووژل شول او د المار پخوانى ولسوال نور محمد سعيدي، چې په وسلوال بريد کې ټپي شو، يادونه وکړه.
لاريون کوونکو نن له غرمې مخکې د ميمنې له جومات څخه لاريون پيل کړ او د “موږ د رحماني او نورو جهادي شخصتونو د وژونکو د محاکمې غوښتونکي يو او د دغو قاتلينو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوو” شعارونو په ويلو سره د ولايت د ودانۍ په مخ کې راټول شول.
د احمد رحماني ورور طاهر رحماني وويل: “ورور مې د ولايت مقام په دوه مترۍ او د پوليسو پوستې ته نږدې وژل شوى، خو پوليسو د وسلوالو بريدګرو پر وړاندې هېڅ غبرګون نه دى ښودلى.”
هغه زياته کړه، چې پوليسو او سيمه ييزو چارواکو بې غورې پوښتنې راولاړوي او د رحماني او نورو جهادي شخصتونو د وژلو عاملين بايد محاکمه شي.
لاريون کوونکو يو پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر کړ، په يوه برخه کې يې خبردارى ورکړل شوى دى: “که چېرې ا منيتي چارواکي د غفلت له خوبه راويښ نه شي او قاتلان مجازات نه کړي، نو موږ به په خپله د امنيت د ټينګښت په برخه کې اقدام وکړو، چې هغه مهال به زموږ د هر ډول عکس العمل مسؤوليت د امنيتي چارواکو پر غاړه وي.”
خو د فارياب نوي والي احمد فيصل بېکزاد وايي، هغوى نن د امنيتي ارګانونو له چارواکو سره غونډه درلوده او په ځانګړې توګه امنيه قوماندان ته يې دنده سپارلې، څو د رحماني د وژنې په اړه څېړنې وکړي او پايله يې ولايت ته وسپاري، څو له مخې يې اقدام وشي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن