کابل (پژواک ٥ وږى ٩١): د کندوز امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې يې د وسلوالو طالبانو يو نظامي مسوول نيولى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول سيد سرور حسيني د وږي په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طالبانو نيول شوى نظامي مسوول زاهد نومېږي او تېر ماښام د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر مهال نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه طالب قوماندان له خپلو لسو کسانو سره د ښار د ګور تېپې په سيمه کې پر يوې پوستې بريد کړى و، چې وروسته له خپل يوه ملګري سره د پوليسو له خوا ونيول شو.
حسيني وايي، چې په دې نښته کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او له مخالفينو څخه دوه ميله وسله هم ترلاسه شوې ده.
د يو بل خبر له مخې، په فراه ولايت کې د ماين چاودنې له امله د وسلوالو طالبانو يو سرګروپ وژل شوى دى.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک ته وويل، چې د ملا ميرمحمد په نوم د طالبانو دغه سرګروپ تېره شپه غوښتل، چې ماين ځاى پر ځاى کړي چې د خپل ماين قرباني شو.
دغه راز نن سهار نهه بجې د نيمروز په چخانسور ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د پوليسو يو افسر وژل شوى دى.
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال عبدالرحيم چخانسوري پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې درې نور پوليس ټپي شوي، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن