ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بګراميو کې مېشتو کوچيانو لاريون وکړ

په بګراميو کې مېشتو کوچيانو لاريون وکړ

author avatar
26 Aug 2012 - 18:36
په بګراميو کې مېشتو کوچيانو لاريون وکړ
author avatar
26 Aug 2012 - 18:36

کابل ښار(پژواک، ۵ وږی ۹۱):د کابل د بګرامیو ولسوالۍ داحمدزیو يو شمېر کوچیانو د خپلو غوښتنو د نه پلي کېدو په اعتراض، نن په لاریون لاس پورې کړ او سړک يې د ترافيکو پر مخ وتاړه.

 د کابل د والي وياند وسيع الله مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، لاريون کوونکو، چې د کابل په ختيځه برخه کې مېشت دي، له رحمن مېنې څخه احمدشاه بابا مېنې ته غځېدلی سړک یې د څو ساعتو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلى وو او د خپلو غوښتنو د پلي کېدو غوښتنه يې کوله.

 هغه زياته کړه، چې لاریون کوونکو اعتراض درلود، چې دوه کاله وړاندې ورته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د برېښنا د وېشلو ډاډ ورکړل شوی، خو تراوسه د دوی ستونزه پرځای پاتې ده.

 د ده په خبره، همدارنګه لاریون کوونکو غوښتنه کوله، چې په کوچي اباد کې دې دوى ته د ژوند لومړنۍ اسانتياوې هم ورکړل شي.

 مياخېل وايي، د کابل والي احمدالله علیزي په داسې حال کې، چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازى شېرعلي احمدزي او لوړپوړو امنیتي چارواکو یې ملتیا کوله، لاریون کوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوى د قانوني غوښتنو د پلي کېدو په برخه کې به هر اړخیزې هلې ځلې وکړي او له لاریون کوونکو یې وغوښتل، چې خپل لاریون پای ته ورسوي.

 سرچينه وايي، لاریون چې نن سهار په نهو بجو د احمدزیو کوچیانو د نږدې ٢٥٠ کسانو له خوا پیل شوی وو، له غرمې وروسته په درې بجو په سوله يیزه توګه پای ته ورسېد.

 په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي شېرعلي احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، لاريون کوونکو له حکومت څخه په خپلې سيمې کې د روغتون، برېښنا، سړک او اوبو د ستونزې د هواري غوښتنه کوله.

 نوموړي زياته کړه، دغه راز هغوى د بتخاک په سيمه کې د کوچيانو په ښارګوټي کې د ملي پيوستون د پروژو د پلي کولو غوښتنه هم کوله.

 د ولسي جرګې ياد شوى غړى وايي، چې له لاريون کوونکو سره يې ژمنه وکړه، چې غوښتنې به يې له حکومت چارواکو سره مطرح کوي، ترڅو د حل لارې چارې ورته ولټول شي.

 

Visits: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.