جلال اباد ( پژواک، ٦ مه وږي ٩١): د سيمې خلک وايي، چې په حصارک ولسوالۍ کې تېزې ږلۍ او باران ٢٠ کورنه نړولي، نږدې سل څاروي يې مړه کړي او سلګونه جريبه کښتونه يې چپه کړي دي.
د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس ډاکټر محمد نعيم ولاړ د وږي په ٦ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين شاوخوا يوه بجه تېزې ږلۍ او بادونو د لاجيګړ، جوکان، تنګي، خير اباد او نرګوسي په کليو کې سلګونه جريبه ولاړ کښتونه چپه کړي دي.
نوموړي زياته کړه،چې سېلابونو په ولسوالۍ کې يو شمېر کورونه هم زيانمن کړي دي.
د جوکان د کلي مشر ملک ظفر خان پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په کلي کې ١٢ کورونه نړېدلي، څلويښت پسونه مړه شوي، خو چاته د سر زيان نه دى اوښتى.
د لاجيګړ قومي مشر ملک موسى جان وايي، چې ږلۍ او باران د ډېرو کليو د جوارو، شولو او ترکاريو کښتونه چپه کړي او د دوى په کلي کې يې اته کورونه نړولي او ٣٥ څاروي يې مړه کړي دي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د يادې ولسوالۍ د ولسوال نظر هم واخلي، خو بريالى نه شو.
بل پلو په ننګرهار کې له پېښو سره د مبارزې رييس عبدالوهاب پژواک اژانس ته وويل، چې لومړني راپورونه يې ترلاسه کړي، چې ږلۍ، باران او سېلابونو کرنيزې ځمکې ويجاړې کړي، خو د سر زيان يې نه دى اړولى.
نوموړي زياته کړه، چې په دې اړه يې هڅې پيل کړي، چې د زيانونو کچه معلومه کړي.
حصارک د ننګرهار هغه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې هر کال په کې د واورې او باران له امله لسګونه خلکو او څارويو ته مرګ ژوبله اوړي، کورونه يې ويجاړيږي او څاروي يې وژل کيږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن